د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مې پر لومړۍنېټه په ټوله نړۍ کې د خواریکښو ورځ لمانځل کېږي


په ټوله نړۍ کې د مزدورانو یا خواريکښو د حقونو لپاره د سېمېنارونو او لاریونونو تابیا کېږي خو خواريکښ وايي یوازې په سیمېنارونو کار نه کېږي.
په ټوله نړۍ کې د مزدورانو یا خواريکښو د حقونو لپاره د سېمېنارونو او لاریونونو تابیا کېږي خو خواريکښ وايي یوازې په سیمېنارونو کار نه کېږي.

د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مې پر لومړۍ نېټه د خواريکښو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د سرکاري شمېرو له مخې، په پاکستان کې نژدې اته کروړه مزدوران دي‌ چې څه کم اته میلیونه پکې په خیبر پښتونخوا کې دي.

د پاکستان حکومت په دې ورځ په ملک کې د عامې رخصتۍ‍ اعلان کړی دی خو یو شمېر مزدورانو مشال راډیو ته وویل چې که څه هم حکومت رخصتي اعلان کړې ده خو دوی یې ځکه نشي کولای چې بې له مزدورۍ کولو یې ژوند ډېر ګران دی.

دوی وايي، په دې ورځ یوازې د غټانو او سرکاري ملازمینو رخصتې وي او دوی د تل په څېر په دې ورځ هم مزدوري کوي ځکه چې بله لاره ورسره نشته.

په اسلام اباد کې یو خواريکښ شاد محمد مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې ورځ ځکه رخصتي نه شي کولای چې واړه بچي يې دي او روزګار يې نشته.

ده وویل، " څه وکړو خو بس غربت دی چې مزدوري نه کوو نو څه به کوو، څه به خورو، ډېر خرڅونه دي نو په دې وجه یوه رخصتي‌ هم نه کوو."

یو بل مزدور خان افضل هم مشال راډیو ته وویل چې دوی مزدوري کوي خو مزدوري شته نه.

ده وویل، "مزدوري نشته، کله یو موټر پسې منډې دي او کله بل پسې، ډېره غریبي ده او روزانه دا حال وي مزدوري نه وي نو د مزدورانو په ورځ به موږ څه وکړو؟"

ده زیاته کړه چې د دوی پنځه شپز سوه روپۍ مزدوري پکې خرابېږي نو دوی نه شي کولای چې رخصتي وکړي.

په نړۍ کې د خواریکښو ورځ له هغه وروسته لمانځل کېږي چې په ۱۸۸۶م کال کې د امریکا په شیکاګو ښار کې انتظامیې پر احتجاج کوونکو مزدورانو برید کړی وو چې له کبله یې یو شمېر وژل شوي او ټپي شوي وو.

دا مزدوران د دې لپاره راغونډ شوي وو چې له مزدور څخه له ۱۶ تر ۱۸ ساعتونو د کار اخیستلو پرضد او د لازمي مراعاتو په حق کې احتجاج وکړي.

تر دې پېښه وروسته په ټوله نړۍ کې د مزدورانو یا خواريکښو د حقونو لپاره د سېمېنارونو او لاریونونو تابیا کېږي خو خواريکښ وايي یوازې په سیمېنارونو کار نه کېږي.

د دوی په وینا،‌ پکار ده چې حکومتونه د دوی د روزګار لپاره څه بندوبست وکړي.

XS
SM
MD
LG