د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پر تورخم دروازې بندیزونو په زرګونه مزدوران بې روزګاره کړي دي''


پر تورخم دروازه دواړو غاړو ته د تېرېدونکو وګړو سامانونه په وړوکې رېړۍ کې وړل کېږي
پر تورخم دروازه دواړو غاړو ته د تېرېدونکو وګړو سامانونه په وړوکې رېړۍ کې وړل کېږي

که څه هم پر تورخم دروازه د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته وګړو د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې خو مزدوران لاهم دې ته نه پرېږدي چې له مساپرو سره غوټې او ګنډې یوسي.

د یوې اندازې له مخې پر تورخم دروازه څه باندې څلور زره کسانو کار کاوه خو اوس یې ورځنۍ دوه لاسي مزدوري په ټپه ولاړه ده.

په تورخم کې یو مزدور نواز خان له حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته دې پر دروازه ګنډه غوټه تېرول پریښودل شي. نوموړی زیاتوي: ''افغان وګړي پر تورخم راځي نو موږ ورسره سامانونه وړو راوړو او په دې کې مو مزدوري ده خو دا هم راته نه پرېږدي او سفري محدودیتونه یې راباندې لګولي دي. د تورخم پر صفري نقطې ته مو نه پریږدي او اوس په تذکرو افغان وګړي نه راپرېږدي چې په زیاته شمېره کې نه راځي نو زموږ مزدوري ورسره خرابه شوې ده، د تورخم هغې غاړې یاني افغانستان نه به مو انګور، مڼې، صابن، شیمپو، بسکټ او چاکلیټ راوړل خو اوس اجازه نه راکوي او دا کار مو هم بند شو، د خپلو کورونو خرڅ نه شو پوره کولی پکار ده آساني راته پیدا کړل شي.''

پر تورخم دروازه د لاس ګاډي یو چلوونکی سالک شاه وايي، په دې تیرو څلورو میاشتو کې له بې روزګارۍ لږ تر لږه څلوېښت زره روپۍ پوروړی شوی دی. دی زیاتوي د کور ورځنی نغری په پور چلوي، اوړه او غوړي په پور اخلي. سهار کار ته وځي خو ماښام تش لاس کور ته درومي.

له دې سره سره د تورخم ټرانسپورټ اډې ټیکسي ډرېوران هم شکایت لري چې په دې وروستو کې تورخم دروازه افغان مساپرو لپاره پرانیستل شوې خو د پاسپورټ او ویزې د شرطونو او ځینې نورو محدودیتونو له وجې ډېر کم افغان وګړي پاکستان ته داخلېږي او له دې سره د دوی په کار روزګار ډېر اثر پرېوتی دی.

د تورخم قومي اډې د ریکارډ ترمخه هلته به د ورځې خواوشا پینځه زره ټیکسي ګاډو د پېښور او تورخم ترمينځ په زرګونه مساپر وړل راوړل خو اوس یې کار په ټپه ولاړ دی.

ټيکسي ډرېور راج ولي وايي، شپږ میاشتې دا دروازه بنده وه خو اوس چې خلاصه شوه نو له افغان کورنیو سره ماشومان نه پرېږدي بله دا چې سړي او میرمنې په ویزه هم ډېر په مشکل راپرېږدي. د مساپرو شمېره ډېره کمه ده، هلته یې ځای پر ځای طبي معاینه کېږي. تلاشي یې اخیستل کېږی، سامان یې کتل کېږي او ویزا یې هم ګوري نو له دې سره د مساپرو د راتګ بهیر ډېر سست دی.

راج ولي زیاتوي، په قسطونو یې ګاډي اخیستي دي، اوس یې قسطونه هم نه شي پوره کولی، پخوا چې تورخم دروازه خلاصه وه، ډيره ښه مزدوري به یې کوله خو اوس هېڅ مزدوري نه لري.

پوښتنه دا ده چې د مزدورانو دې ستونزې ته پاکستان سرکار پام اړولی دی که څنګه؟

په دې اړه د تورخم ایډیشنل کسټم کلکټر طیب سواتي وايي، د نومبر پر نهمه نېټه د تورخم پر صفري نقطه د ګټو وفاقي ادارې (فیډرل بورډ آف ریونیو) له سوداګرو، ټرانسپورټرانو، له خیبر چیمر آف کامرس او د مزدرانو اتحادیو له مشرانو سره یوه غونډه کړې او هلته یې خلکو ته د ورپېښو ستونزو د هواري لپاره تجویزونه راغونډ کړي دي او خپلو لوړپوړو چارواکو سره یې شریک کړي دي، که منظوري یې راشي نو ډېره آساني به ورسره پیدا شي او د ځایي خلکو کار روزګار به ورسره روان شي.

په پاکستان کې د کورونا کنټرول او څار ادارې(این سي او سي) په امر د تورخم دروازه د مې پر ۵مه نېټه تړل شوې وه خو د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې پرانیستل شوې او یوازې پاسپورټ او ویزه لرونکي کسان پرې تګ راتګ کولای شي.

XS
SM
MD
LG