د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د مزدورانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي‌


د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د دې ورخې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي، حکومت یې د کارګرانو د ژوند ښه کولو او هغوی ته سهولتونو ورکولو ته ژمن دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د دې ورخې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي، حکومت یې د کارګرانو د ژوند ښه کولو او هغوی ته سهولتونو ورکولو ته ژمن دی.

نن د نړۍ د نورو سیمو په شان په پاکستان کې هم د کارګرانو نړېواله ورځ لمانځل کېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د دې ورځې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي، حکومت یې د کارګرانو د ژوند ښه کولو او هغوی ته سهولتونو ورکولو ته ژمن دی.

ولسمشر عارف علوي ویلي، هغوی د مزدورانو د وقار او د هغوی د حقونو د بحالۍ وعده یو وارې بیا تکراروي.

وزیر اعظم عمران خان بیا ویلي، د کارګرانو ورځ دا موقع په لاس راکوي چې د هغو مزدروانو د خدمتونو یادونه وکړو چې په ملک کې دننه یا له ملکه بهر د ملت جوړونې لپاره مبارزه کوي.

د تېر کال په شان سږکال هم د مزدروانو ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې د نړۍ د نورو برخو په شان پاکستان کې هم د کورونا له وجې مزدوران د ټولبند او د کار د کمبوت سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG