د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګراني له لسو فیصدو اوښتې


کراچۍ کې یو سبزي پلورونکی. ۲۰۱۸، ۲۶ سېپټېمبر
کراچۍ کې یو سبزي پلورونکی. ۲۰۱۸، ۲۶ سېپټېمبر

د شماریاتو وفاقي ادارې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د یو کال دوران د سیوا شوې ګرانۍ په اړه یو رپورټ وړاندې کړې چې پکې ویل شوي د خوراکي توکیو په نرخونو کې یواځې تیره میاشت لس اعشاریه پنځوس فيصده اضافه شوې ده خو د حکومت وینا ده چې روانه ګراني به ډېر ژر قابو کړي.

اسلام آباد کې د زیارت په ورځ د شماریاتو وفاقي ادارې د کال دوه زره اتلسم اګست میاشت نه تر د کال دوه زره نولسم د اګست میاشت پورې د موجوده حکومت د ګرانۍ په اړه رپورټ جاري کړې چې پکې يې ویلي په دې یو کال کې بوره شل روپۍ د کلو په سر ، وړه غوښه څلور اتیا روپۍ غټه غوښه پنځه څلوېښت روپۍ د چرګ غوښه یوشپېته روپۍ او خوراکي تېل دوه اتیا روپۍ د مونګ دال اووه پنځوس روپۍ او د اوړو لس کلو کڅوړه نهه دېرش روپۍ او د دې ترڅنګ نور خوراکي توکي هم ګران شوي.

په اسلام آباد رانا مارکېټ کې یو خواريکښ اخترعلي مشال راډیو ته وویل چې تیرو حکومتونو کې به په ورځنۍ مزدورۍ ګوله ډوډۍ موندل کېدله خو اوس دومره ګراني ده چې ژوند يې له سختو کړاونو سره مخامخ دی. دی زیاتوي پاکستان تحریک انصاف ګوند له یې د بدلون په نوم ووټ ورکړی وو خو هېڅ بدلون رانغلی او اوس په خپل ووټ خپه دی. نوموړی زیاتوي اوس د چایو یو کپ په دېرش روپۍ دی.

اخترعلي زیاتوي په اسلام آباد کې د یوه مزدور لپاره ژوند ډېر ګران شوی دی او چې کله دی کلي ته ولاړ شي نو مور او پلار ته وایي، بارانونه ول، کار نه وو او اوس ژوند په بهانو تېروي.

مشال راډیو چې په دې ګراني د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف د سېنېټر محسن عزیز نه په دې ګرانۍ وپوښتل نو هغه وویل دا ګراني عارضي ده او د پاکستان اقتصادي حالات په ښه کېدو دي.

د نوموړي په خبره: ''اوس معاشي پالیسي ډېره زیاته ښه شوې او دې وخت چې کوم خلک راځي پاکستان ته نو په حکومت يې اعتماد دی او دا رنګ بهر ملکي سرمایه کاري هم رارونه ده.''

په دې اړه مو چې په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار ډاکټر معراج الحق نه وپوښتل نو هغه وویل: ''دا وخت د پاکستان پیداواري شرح پر ځای ولاړه ده او برامدات نشته او بې روزګاري هم سیوا شوې او ګراني تر لسو فيصدو رسېدلې نو که دا صورتحال وو نو دا ګراني به نوره هم سیوا شي او دا به د حکومت لپاره راتلونکې کې ډېر مشکل پیدا کړي.''

بل پلو وزیراعظم عمران خان او نورو وزیرانو هم وخت په وخت ویلي چې د تېرو حکومتونو د درغلیو په وجه د ملک اقتصادي حالات تر دې رارسېدلي خو بیا اپوزیشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG