د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې يو پولیس او ۲ مزدوران وژل شوي دي


د اګست په ۲۴مه د اورکزو په مېله بازار سیمه کې د امن لپاره د خلکو مظاهره
د اګست په ۲۴مه د اورکزو په مېله بازار سیمه کې د امن لپاره د خلکو مظاهره

د خیبر پښتونخوا په اورکزو ضلع کې د يو پولیس او دوو مزدورانو مړي موندل شوي دي.

د ځايي پوليسو په وينا، په ډزو وژل شوي د دې کسانو مړي د اګست پر ۲۹مه موندل شوي دي. د مزدورانو پېژندګلوي د انځر ګل علیخیل او عید اکبر ملاخیل په نومونو شوي دي. وژل شوی پوليس احمد سعید ماموزی نوميږي.

که څه هم ځايي خلک وايي چې دغه کسان لومړی تښتول شوي او بيا وژل شوي دي خو په اورکزو ضلعې د پوليسو مشر نثار احمد خان د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا خبره حقیقت نه لري. نوموړي زیاته کړه چې ۴ کسان پر دوو موټر سایکلو، چکر لپاره وتلي ول چې د ماموزو په دراک سیمه کې ورباندې حمله شوې، درې وژل شوي او يو ژوندی وتلی دی.

تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې او نه هم معلومه ده چې د دغو کسانو د وژنې وجوهات څه دي؟ ځايي قومي مشرانو او مدني فعالانو له پولیسو څخه د سمو پلټنو غوښتنه کړې او وايي‌ برید ګر دې وموندل شي او سزا دې ورکړل شي.

د مېشتي مېلې اسد ایاز مشال ریډیو ته وويل چې امنيتي ادارې دې واضحه کړي چې ایا دا سیمه د دوی تر لاس لاندې ده او که نه؟ "که سیمه د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده نو بیا څنګه داسې خلک وژل کېږي؟ که بریدګر ونه نيول شي او سزا ورنه کړل شي، موږ به احتجاج پيل کړو."

ماموزو سیمه د بره اورکزو په حدودو کې راځي. دلته تر پوځي عملياتو وروسته، حکومت او پوځ اعلان کړی وو چې دا ځای یې له وسله والو پاک کړی دی. خو اوس ځايي خلک بیا د وسله والو د راڅرګندېدو وېره لري.

قومي‌مشر حلیم ګل د اګست پر ۲۹مه مشال ریډیو ته وويل چې خلک اندېښنه لري چې وسله والو دومره فعاله شوي چې په رڼا ورځ خلک وژني خو څوک ورته څه نه شي ويلای. "موږ ته دې واضحه شي چې امنيتي ادارې کمزورې شوې او که څه بله خبره ده؟"

په قبايلي سيمو کې د روان ۲۰۲۲ز کال له جولايي میاشتې راهيسې په وزیرستان، سوات، دير، پېښور، هرنايي، باجوړ او مومندو کې خلکو د وسله والو بیا فعاليدو پر ضد مظاهرې، پرلتونه او جرګې کړې دي. خو د خيبر پښتونخوا حکومت بېلابېلو چارواکو ويلي چې خلک دې نه اندېښمن کېږي او امنيتي ځواکونه به هيچا ته د امن ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG