د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیواله ورځ: ۱۶ سلنه پاکستانیان اړین خواړه نه لري


په پېښور کې ماشومان له ډېرانونو کباړ ټولوي. انځور- ارشیف
په پېښور کې ماشومان له ډېرانونو کباړ ټولوي. انځور- ارشیف

د پاکستان د شماریاتو ادارې د ۲۰۲۰ز کال د یو راپور له مخې، په یاد هیواد کې په هرو ۱۰۰ کورونو کې ۱۶ کورونه داسې دي چې د خوراک د جدي ګواښ سره مخامخ دي.

۱۶م اکتوبر د خوراک د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د خوراک د نړیوالې ادارې له مخې سږ کال د ښه خوراک، ښه غذا او په ګډه د یو ښه مستقبل لپاره د عملي کار کولو له شعار سره دا ورځ لمانځل کېږي. په پاکستان کې د څېړونکو په خبره د خوراک د نه ضایع کولو په اړه ولس ډېر کم مالومات یا پوهه لري.

د باجوړ رحمت بي بي وایي، که کار ونه کړي نو بچي یې وږې ویده کیږي. نوموړې وايي: "زه له پېښور سره نږدې اوسم، روزانه ښار ته راځم او په څلورو کورونو کې کار کوم چې ماښام ځم نو ځان سره د بچو لپاره ډوډۍ هم وړم."

د کارګرانو نړیواله ورځ او د اسلام اباد پښتانه مزدوران
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

په پاکستان کې پر ښو خوړو کارکوونکې یوې غېر سرکاري ادارې نیو ټرېشن انټرنېشنل پر خپلې وېبپاڼې ورکړي، په پاکستان کې په هرو ۱۰ ماشومانو کې یو تر پنځه کلنۍ وړاندې مړ کېږي. او همدا رنګه له پنځو کلونو نه کم، نږدې نیمایي ماشومان د خوارځواکۍ سره مخامخ دي. د دغې ادارې یو کارکونکي شهزاد افضل مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې خلک د خوراکي توکیو پر نه ضایع کولو کم مالومات لري:

"زموږ ملک کې نږدې ۳۰ لاکه خلک د خوراک د کمي له ګواښ سره مخامخ دي. دلته خلک ډېر خوراک ضایع کوي. تاسو د ودونو په هالونو کې وګورئ څومره خوراک ضایع شي او یا روزانه په کورونو کې څومره ډوډوۍ جوړېږي؟ په پاکستان کې خلک د خوراک د نه ضایع کېدو په اړه ډېره پوهه نه لري او دا ځکه چې دلته په حکومتي یا غېر حکومتي کچه ډېر لږ څه ویل کیږي. داسې ډېر خلک دي چې درې وخته ډوډۍ نه لري، که موږ لږ احتیاط وکړو نو د دغو خلکو مرسته کولی شو."

په بلوچستان کې د خوراک مسله:

د نیوټرېشن انټرنېشنل ادارې له مخې په بلوچستان کې د خوراک د کمي مسئله زیاته شدیده ده او هلته نږدې ۴۰ فیصده ماشومان د وزن له کمي سره مخامخ دي. په بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو د صحت یوه کارکونکې شفا کاکړه وایي، هلته په ولس کې د پوره غذا اخېستلو په اړه پوهه ډېره کمه ده:

"په اصل کې تعلیمي شرحه ډېره کمه ده، خلک دلته پوهه نه لري چې ښه خوراک چې پکې ټول معدنیات او وټامن وي څه ته وایي؟ دوی یوازې ډوډۍ خوري او ماشومانو له اکثره په لاس کې وچه ډوډۍ ورکړي، یا ځینې خلک زیات پۍ څښي نو د دې له وجې دلته د ماشومانو د کم وزن مسله زیاته ده او یا ښځې د اوسپنې له کمي سره زیاتې مخامخ دي."


د بلوچستان د خوراک محکمې یو چارواکي عبدالمجید مشال راډیو ته ویلي، په هغه صوبه کې غربت زیات دی نو ځکه هم خلک د خوراک له کمي سره مخ دي:

"یوې خوا ته خلک خوراک زیات ضایع کوي، د خوراک د نه ضایع کولو په اړه پوهه ډېره کمه ده، بلې خوا ته غربت زیات دی، د خلکو د اخېستو وس ډېر کم دی، حکومت په وړو او ځینو نورو خوراکي توکیو سبسډي ورکوي خو باید دې مسئلې ته زیات پام وشي."

د نیو ټرېشن انټرنېشنل د راپور له مخې، په پاکستان کې له پنځو کلونو کم ۵۴ فیصده ماشومان د وټامن ای له کمي سره مخ دي او ۶۲ فیصده ماشومان د وینې له کمي سره مخامخ دي. دا چې پوره خواړه چې پکې ټول وټامنز او منرالونه شامل وي، څه ته وایي؟ په اړه یې په برتانیه کې مېشت د غذاییت ماهره یا نیوټرشنسټ فریحه جهانګیر مشال راډیو ته وایي، په پښتنه ټولنه کې د پوره خوراک چې پکې ټول وټامینونه او منرالونه وي، ډېر کم خلک پرې پوهیږي:

"زموږ په سیمو کې د سړو او ماشومانو په خوراک کې مایکرو نیوټرینټس ډېر کمی دی، د دې مطلب دا دی چې وټامن ای، وټان اي او د وټامن سي کمی دی، او هغه ځکه چې سړي غوښه ډوډۍ او وریژې خوري خو سبزیانې نه خوري، بلخوا په ښځو کې د کېلشیم او د ایېرن کمی وي ځکه چې ښځې پۍ، ماسته او غوښه نه خوري."

په افغانستان کې ۱۴ میلیونه خلک دا وخت د خوراک له کمي سره مخامخ دي.
په افغانستان کې ۱۴ میلیونه خلک دا وخت د خوراک له کمي سره مخامخ دي.

د خیبر پښتونخوا د فوډ اتارټي( خوړو ادارې) ډایرکټر شاه رخ خان وایي، باید د خوراک د نه ضایع کولو په اړه په ولس کې پوهه پیدا کړل شي:

"موږ روزانه ډېر خوراک ضایع کوو. په خپل پلېټ (تالي) کې باید دومره خوراک واچوو چې څومره خوړلی شو، خلک په شادي هالونو (ودونو تالارونو) او هوټلونو کې پر ډوډۍ ګانو په لکونو روپۍ ضایع کوي، بلخوا داسې خلک هم دي چې د ورځې پوره ډوډۍ نه لري. زموږ ټولنه کې د پټي نه واخلې تر د کور نغري پورې خوراک ضایع کیږي. "

شاه رخ خان وایي، د خوراک د کمي مسئله یوازې د افغانستان نه ده، دا د پاکستان هم ده. نوموړي د خوراک د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، باید خلک نور خوراک ضایع نه کړي او د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې پوره ډوډۍ نه لري.

په افغانستان کې د خوراک مسله:

په افغانستان کې د خوراک نړیواله ورځ په داسې مهال لمانځلی شي چې هلته د خوراک نړیواله اداره وایي، په یاد هیواد کې ۹۳ فیصده خلک د خوراک د کمي له خطر سره مخامخ دي. دغه اداره وایيډو د طالبانو له راتګ وروسته خلکو خپل روزګارونه وبایلل او اوس دومره پيسې نه لري چې ځانونو ته درې وخته ډوډۍ تیاره کړي.

د کونړ اوسېدونکې شفیقه چې د پنځو بچو مور ده او خاوند یې مړ شوی وایي، په داخلي توګه بې کوره شوې او د خپلو بچو لپاره پوره خوراک نه لري:

"موږ د خپل کوره بې ځایه شوي یو، هیڅوک نه لرو او نه پېسې لرو چې خپلو بچو له ډوډۍ واخلم، ډېر په ګرانه چېرته وچه ډوډۍ راپېدا کړم او هغه هم پوره نه وي."

دا مسله یوازې د شفیقې د بچو نه ده، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف د اکتوبر پر پنځمه ویلي چې په افغانستان کې به روان کال د هغو ماشومانو شمېره ۱۰ ملیونو ته ورسېږي چې پوره خوراک نه لري. د دغه ادارې له مخې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه خلک دا وخت د خوراک له کمي سره مخامخ دي.

په افغانستان کې اقتصادي حالت تر بل هر وخت زیات خراب شوی دی، په زیاترو ولایتونو کې له خلکو سره نغدې پېسې نه شته او د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي دي. خلک هره ورځ د بانکونو مخې ته ورځي، خو د ګڼي ګوڼې له امله د پېسو اخیستلو نوبت نه ورځي.

XS
SM
MD
LG