د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅان وايي، له پاکستاني ادارو یې هیڅ امید نشته.


د لادرکه شویو بلوڅانو کورنۍ له ډېرې مودې راهسې په کوټه کې احتجاجي ډېره اچولې او د پاکستان له استخباراتي ادارو غوښتنه کوي چې خپل خپلوان دې ورخوشي کړي.
د لادرکه شویو بلوڅانو کورنۍ له ډېرې مودې راهسې په کوټه کې احتجاجي ډېره اچولې او د پاکستان له استخباراتي ادارو غوښتنه کوي چې خپل خپلوان دې ورخوشي کړي.
خدای نور ناصرـ کوټه

دکوټي دمطبوعاتي کلب مخې ته دلادرکه بلوڅوپه اړه احتجاجي کمپ لاهم دوام لري.دلادرکه بلوڅو دکورنیو غړي وايي، له تیر يوه نیم کاله راهیسي يې همدا احتجاجي کمپ لګولی، خو ددوي په خبره لايې هم هیچا ږغ اورېدلی نه دی. د دوشنبې په ورځ په دې کمپ کي ديوه لادرکه فراز بلوڅ خور شمشاد بلوڅ په خبري غونډه کي وویل...

زما ورور د روان کال د اکتوبر په نهمه نیټه له حب چوکۍ څخه چي په يوه موټر کي روان وو، داستخباراتي ادارو کسانو يووړ. چي لايې هم هیڅ درک نشته.

شمشاد بلوڅ په خپلو خبرو کي رسنیو ته وویل، چي ددې ورور دپاکستان داستخباراتي ادارو کسانو لادرکه کړی. دخبریالانو ددې پوښتني په ځواب کي چي دوي ته څنګه مالوم شوو، چي د استخباراتو کسان دي. شمادبلوڅ يې په ځواب کي وویل..

موږ يې داسي پيژندلی شو، چي هغه په ښکاره په لوي بازار کي يې يوشي. او اکثره وخت د ملیشاځواکونو کسان هم ورسره وي. همدا داستخباراتو کسان دي ګنې زموږ خو له هیچاسره هیڅ بد هم نشته. همدا داستخباراتو کسان دي، چي زموږ وروڼه يوسي ، ويې وژني او بیايې وغورځوي.

په داسي حال کي چي دپاکستان دمرکزي حکومت او هم د صوبايي حکومت له خوا په بیابیا ویل شوي، چي دلادرکه بلوڅو دلټون کار يې پیل کړی او بیل بیل عدالتي ګدۍ جوړي شوې. خو دلادرکه بلوڅو دسازمان يومشر قدیربلوڅ وايي، عدالتونو ته يې هم هیڅ امیدنشته.

موږ څوڅو واره عدالتونو ته ولاړو. خو هیڅ نتیجه يې ځکه را ونه وته، چي هغه څوک چي موږ پرې تور لګوو، هغه بیخي عدالت ته راتلل هم نه.

په دې احتجاجي کمپ کي ناسته يوه بلوڅ میرمن رخسانه وايي، ددې د ورور تر دوه کاله لادرکه کیدو وروسته خراب شوی مړی ملاو شو. له مشال سره په خبرو کي رخسانه بلوڅ ددې د ورور په اړه وویل...

زما ورور په ۲۰۰۹ کي لادرکه شو، او تر دوه کاله تیریدو وروسته يې خراب شوی مړی وموندل شو. زما د ورور مړی داسي خراب شوی وو، چي بیخي چاپيژندوو هم نه چي دا هغه کس دی.

دلادرکوبلوڅه کورنۍ وايي پاکستاني ادارويې هیڅ باور نشته، يواځینی اميديې دبشري حقوقو ادارو ته دی. هلته دبشري حقوقو دبلوچستان څانګي يومشرطاهرخان ايډوکیټ هم د بلوڅ ملتپالو له خبرو سره متفق ښکاري.طاهر خان له مشال راډيوسره په خبرو کي وويل؛

دوي چي څه وايي زما په فکر بالکل سهي وايي. ځکه چي موږ په دې لړ کي له ډيرو لوړپوړو چارواکو سره خبري وکړې، هغوي مو په دې خبر کړه چي دلته څه روان دي. لاکن هیچاهم په سنجیدګۍ سره په دې لړ کي کار وکړ.

که څه هم دلادرکه بلوڅو کورنۍ او هم دبشري حقوقو سازمان وايي، دلادرکه بلوڅو په اړه دحکومت له خوا چنداني ګامونه پورته شوي نه دي. خو دبلوچستان دکورنیوچارووزیرمیرظفرزهري بیاوايي، ددوي حکومت په دې ترڅ کي جدي ګامونه پورته کړي او لاهم پرې کار روان دی.


دویلو وړ ده چي په بلوچستان کي بلوڅ ملتپال ادعاکوي، ددوي په زرګونوسیاستوال ، زده کوونکي، ښوونکي او دژوند دبیل بیل چارو سره اړه لرونکي نارینه او میرمني لادرکه دي. چي ددوی په خبره هره ورځ يې خراب شوي مړي موندل کېږي.
XS
SM
MD
LG