د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کار نړیوال سازمان: افغانستان کې د ښځو کاري موقعې ۲۵٪ کمې شوې دي


د طالبانو د بندیزونو له وجې د ښځو بېکاري زیاته شوې - پخوانی انځور.
د طالبانو د بندیزونو له وجې د ښځو بېکاري زیاته شوې - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د کار او خواریکښو نړیوال سازمان (ای اېل او) وایي، په افغانستان کې د ښځو لپاره د کار موقعې ۲۵ سلنه کمې شوې دي.

سازمان په یو بیان کې ویلي چې دا تر هغې وروسته ده چې طالبانو پر ښځو د کار او زده کړو محدودیتونه زیات کړي دي او دا مهال زیاتره افغانې ښځې له کوره کار کوي.

سازمان د مارچ پر اوومه په بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د سړیو کاري فرصتونه هم اووه فیصده کم شوي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې کورنیو او نړیوالو ناحکومتي ادارو ته امر وکړ چې د خپلو ښځینه وو کارکوونکو کار تر بل امره پورې ودراوه.

نړیوالو ادارو او یوشمېر هېوادونو د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه غندلي او له هغوی یې غوښتنه کړې ده چې ژرترژره دې ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي.

خو طالبان دریځ لري چې د ښځو د کار او تعلیم په اړه پورته کړي ګامونه یې د "شریعت په چوکاټ" کې دننه دي.

دوی په دې لړ کې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د دیني عالمانو او اسلامي ادارو سپارښتنې هم نه دي منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG