د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونيو ګوترېش: له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوترېش په جنيوا کې د اقليم بدلون سرمشريزه کې. پخوانۍ انځور
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوترېش په جنيوا کې د اقليم بدلون سرمشريزه کې. پخوانۍ انځور

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي دي.

انټونیو ګوټېریش زیاتوي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.

ګوټېریش چې د مارچ پر شپږمه یې 'د ښځو د وضعیت کمېشن' ته وینا کوله وویل، وروستیو کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد او د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس له واضحه پیغامونو سره افغانستان ته سفر کړی وو.

امینه محمد له یوه پلاوي سره په جنوري میاشت کې افغانستان ته تللې وه او له طالبانو سره په کتنه کې غوښتي ول چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزدي او په نادولتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي. طالبانو لا دا غوښتنې نه‌ دې منلې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

ګوترېش زیاته کړه: "نجونې او ښځې بنسټیز بشري حقوق لري او موږ به یې د خوندیتوب لپاره هېڅکله له مبارزې لاس ‌وانخلو."

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژونده حذف شوي دي. د ډېرو نورو برخو په ګډون د هغوی جنسي او د زېږون پر مهال حقوق له‌منځه تللي. یو شمېر نورو هېوادونو کې چې نجونې ښوونځیو ته ځي، د تښتونې او جنسي ځورونې له خطر سره مخ دي."

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې. ګوښه کړای شویو ښځو د طالبانو په دې پرېکړه اعتراض کړی و.
طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې. ګوښه کړای شویو ښځو د طالبانو په دې پرېکړه اعتراض کړی و.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي پر دې هم اندېښنه وښوده چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې هغه پرمختګ چې وروستیو لسیزو کې تر لاسه شوی، د دوی د سترګو پر وړاندې له‌منځه ځي.

د مشال راډیو خبریال له طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې ورنه کړ.

خو د مارچ پر شپږمه د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله محاهد مشال راډیو ته ویلي ول، دوی د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی لري.

د ښځو د وضعیت کمېشن غونډې ته خبرو کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس بیا د طالبانو دا ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، تر پوښتنې لاندې راوسته.

هغې وویل، طالبانو هغه ښځې او نجونې چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپل نظر څرګنداوه مشخصې کړي او له دوی ډېرو یې د امنیتي ستونزو له امله افغانستان پرېښودی دی.

د مارچ پر شپږمه د بخښنې نړیوال سازمان هم یوه اعلامیه کې د طالبانو په خپلسرو نیونو اندېښنه ښودلې وه.

د ښځو د وضعیت کمېشن غونډې د دوه اوونیو لپاره پیل شوې چې ویل کېږي لومړۍ اوونۍ به په کې تر ډېره په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت خبرې او بحثونه وشي.

خو د دې غونډې په څنډه کې یوه بله غونډه چې 'په افغانستان کې د ښځو او نجونو د مساوي ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو هڅونې' تر نامه لاندې جوړه شوې وه، په کې د ښځو د حقونو فعالې فریحې ایثار وویل، افغان ښځې د جنسیت پر بنسټ، له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې وویل: "دا د نه زغم وړ حقیقت دی چې یوې "ترهګرې ډلې" واک اخیستی او پایله یې دا شوه چې په افغانستان کې قانون او نظم په بشپړ ډول له‌منځه ولاړ شي. مطلق نامنظم حالت، انارشیزم او بې‌قانوني راغلې چې له امله یې ښځې په بشپړه توګه کمزوري شوي او د عدالت غوښتو لپاره هېڅ‌ ځای‌ نه‌شي تلای."

اخوا تمه ده چې سبا (مارچ اتمه) د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه چې یو مهم بحث به یې د ښځو حال وي، خپل ځانګړی راپور وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG