د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوشمېر هېوادونو ښځینه وزیرانو پر افغان ښځو د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندلي


د میونښ په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازي پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو بحثونه کوي - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.
د میونښ په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازي پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو بحثونه کوي - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.

د جرمني د میونښ (مونشن) په کلنۍ امنیتي غونډه کې د شریکو یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پر افغان ښځو د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندلي دي.

دا غندنه د جرمني، فرانسې،کاناډا، بېلجییم، ایسلیند، منګولیا، لیښتنشټاین، اندورا،کوسوو، سلوېنیا او البانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د فبرورۍ پر ۱۸مه په شریکه اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د میونښ د امنیتي کنفرانس د بهرنیو چارو ښځینه وزیرې د طالبانو هغه اقدامات په "کلکه غندي" چې له لارې یې ښځې له ټولنیز ژونده څنډې ته کړې دي.

دې وزیرانو ویلي چې طالبان ښوونځیو او پوهنتونو ته د نجونو او ښځو په نه پرېښوولو، په موسسو کې د ښځو د کار په مخنیوي، پارکونو ته د ښځو پر ورتګ په بندیز او د نورو اقداماتو په اخیستو، د بشري حقونو د "جدي سرغړونو مرتکب" شوي دي.

د طالبانو حکومت د هغې ګډې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د نجونو د تعلیم په اړه یوه تګلاره جوړوي او د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو حقونو ته ژمن دی خو د هغه چوکاټ وضاحت نه کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي ول او له هغې راهیسې یې د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو یو شمېر محدودیتونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG