د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ پر ۳۳ چوکیو ضمني ټاکنې اعلان کړې


بیاځلي یا ضمني ټاکنې به د خيبر پښتونخوا پر اتو، د پنجاب پر ۱۲، د سیند پر نهو، د اسلام اباد پر درو او د بلوچستان پر یوه چوکۍ ترسره کېږي.
بیاځلي یا ضمني ټاکنې به د خيبر پښتونخوا پر اتو، د پنجاب پر ۱۲، د سیند پر نهو، د اسلام اباد پر درو او د بلوچستان پر یوه چوکۍ ترسره کېږي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی چې د قامي اسمبلۍ پر هغو ۳۳ چوکیو به ضمني ټاکنې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړو تر استعفا وروسته خالي شوې دي.

د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر ۲۷مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې پر دې چوکیو به د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۱۶مه نېټه انتخابات کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې انتخاباتو کې برخه اخیستونکي کاندیدان کولای شي چې د فبرورۍ له شپږمې تر اتمې نېټې خپل اسناد د انتخاباتو کمېشن ته وړاندې کړي.

دا بیاځلي یا ضمني ټاکنې به د خېبر پښتونخوا پر اتو، د پنجاب پر ۱۲، د سیند پر نهو، د اسلام اباد پر درو او د بلوچستان پر یوه چوکۍ ترسره کېږي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ دا چوکۍ له هغه وروسته خالي شوې وې چې د یادې اسمبلۍ سپیکر د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړو له خوا ورکړل شوې استعفاګانې ومنلې.

د پاکستان تحریک انصاف غړو هغه وخت له قامي اسبملۍ استعفاګانې ورکړې چې د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه د یاد ګوند مشر عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک له لارې له وزیراعظمۍ ليرې کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG