د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعظم خان وايي له وفاق سره د خيبر پښتونخوا پر امنیتي او اقتصادي ستونزو غږېږي


د خیبر پښتونخوا نګران وزیر اعلا محمد اعظم خان ــ د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ ۲۳مې انځور
د خیبر پښتونخوا نګران وزیر اعلا محمد اعظم خان ــ د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ ۲۳مې انځور

د خیبر پښتونخوا نګران وزیر اعلا محمد اعظم خان ویلي د صوبې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په اړه به له مرکزي حکومت سره خبرې کوي.

د وزیراعلا له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې اعظم خان دا خبره د جنورۍ پر ۲۴مه هغې غونډې ته وکړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري، چیف سېکرټر شهزاد بنګښ او نورو لوړ پوړو امنیتي او انتظامي چارواکو ګډون پکې کړی وو.

امنيتي چارواکو غونډې ته وويل چې په ۲۰۲۲ز کې په خيبر پښتونخوا کې ۴۹۴ وسلوال بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې ۱۱۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۱۲ ژوبل کړي دي. د چارواکو په وینا پر دې مهال د ترهګرۍ ضد پولیسو له خوا د لټون په عملیاتو کې ۸۱۲ وسلوال نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، وزیراعلا غونډې ته په خپله وینا کې د صوبې امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله خو زیاته يې کړه چې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره به ټولې وسیلې په کار راولي.

اعظم خان وويل چې د صوبې د اقتصادي او امنیتي ستونزو د هواري لپاره به له وزیراعظم شهباز شریف سره خبرې کوي او له مرکزي حکومته به د مرستې غوښتنه کوي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضع خرابه شوې ده چې پرضد یې په یوشمېر ضلعو کې پراخې مظاهرې او ولسي پاڅونونه شوي دي.

د جنورۍ پر ۱۹مه هم د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ناامنۍ ضد احتجاجي غونډه وشوه چې ورته د سیمې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او پلویان ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا د امنیت ټینګښت ته ژمنتیا ښوولې وه او وفاقي حکومت هم ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ پرضد د هغې صوبې مرسته کوي.

خو د نومبر په پای کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې هېواد یې "د زیاتېدونکو بریدونو" ښکار دی. ده زیاته کړې وه چې په ۲۰۲۲ز کال کې د "ترهګرۍ ۶۷ فیصده پېښې په خیبر پښتونخوا، ۳۱ فیصده یې په بلوچستان" او پاتې دوه فیصده یې د پاکستان په نورو برخو کې شوې وې.

وفاقي حکومت په وروستیو کې ویلي ول چې د وسلوالو ډلو پرضد یې د کاروایۍ پرېکړه کړې ده او وسلوال د هېواد امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

XS
SM
MD
LG