د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحريک انصاف له قامي اسمبلۍ ورکړې استعفاوې بېرته واخیستې


عمران خان د تحريک انصاف د ځينو نور مشرانو غړيو سره - انځور له ارشيفه
عمران خان د تحريک انصاف د ځينو نور مشرانو غړيو سره - انځور له ارشيفه

پاکستان تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ۴۴ غړو استعفاګانو د بېرته اخيستلو پرېکړه کړې ده.

د ګوند يو مخکښ اسد عمر د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په حکم د ۴۴ غړيو استعفاوې ځکه بېرته اخلي چې د ده په وينا، د قامي اسمبلۍ سپيکر د دوی استعاګانې نه منظوروي.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه يې سپیکر ته ايمېل لېږلی دی او بل قدم به يې د اپوزيشن د مشر د ټاکلو وي. البته د دې ګوند بل مخکښ فواد چودري بیا د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه پر ټويټر پاڼه د استعفاګانو د بېرته اخيستونکو غړيو شمېر ۴۵ یاد کړی دی. هغه ويلي چې استعفاګانې ځکه بیرته اخلي‌چې غواړي په اسمبلۍ کې اپوزیشن چوکۍ له دوی سره پاتې شي.

د دې ګوند ټولو غړو د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په مياشت کې هغه مهال په ګډه استعفاوې ورکړې وې چې کله پاکستان جمهوري غورځنګ د عدم اعتماد له لارې عمران خان د وزیراعظمۍ له څوکۍ څخه لرې کړ. دوی د بې باورۍ تحریک سازش بللی وو. سپيکر راجه پروېز اشرف په درو پړاوونو کې د تحریک انصاف د ۷۹ غړو استعفاګانې منظورې کړې دي. د قامي اسمبلۍ د ووبپاڼه تر مخې دا وخت تحریک انصاف په اسمبلۍ کې ۷۰ غړي لري.

د جنورۍ پر ۲۰مه، د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۳۵ نورو غړو استعفاګانې منلې وي چې ورسره د منل شويو استعفاوو شمېر ۷۹ ته رسېدلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه په لاهور کې وویل چې ولسمشر عارف علوي به له وزیراعظم شهباز شريفه وغواړي چې له قامي اسمبلۍ څخه دې د اعتماد رايه واخلي. هغه دا خبره تر هغې وروسته کړې وه چې د شهباز شريف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل متحده قامي موومنټ دړکه ورکړه چې که د کراچۍ او حیدراباد په بلدیاتي حلقو کې د بدلون په اړه يې غوښتنې و نه منل شوې نو حکومت به پرېږدي.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې چې د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د هغه د ګوند ۱۲۳ غړو د احتجاج په توګه له قامي اسمبلۍ څخه استعفا ورکړې وه. تر هغې وروسته، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

عمران خان له وفاقي حکومته د قامي اسمبلۍ ماتولو او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي خو وزیراعظم شهباز شريف په وار وار ويلي چې روانه اسمبلۍ به خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG