د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر وايي د صوبايي اسمبلۍ ضمني انتخابات ځنډېدای شي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د فبرورۍ پر څلورمه ويلي چې انتخاباتي کمېشن دې د امنيت په حواله له ادارو سره مشاورت وکړي او بیا دې ضمني ټاکنې وکړي.

نوموړي په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې په ۲۰۰۷ کال کې د بينظير بوټو شهادت غميزه وه ځکه هغه وخت انتخابات ځنډول شوي ول او نن د صوبې په هره ضلع کې همدغه شان غميزې کېږي.

ګورنر زیاته کړه: "په نن سبا حالاتو کې مشاورت ډېر زيات ضروري دی. د ايين ۲۵۴ مادي کې راغلي دي چې په داسې حالاتو کې به انتخابات ځنډول کېږي. دا پکې نه دي ويل شوي چې نه به کېږي. اليکشن کمېشن بايد په دې کې خپل کردار ولوبوي. بله دا چې يو سياسي ګوند ته چا ويلي وو چې استفعې ورکړي؟"

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د فبرورۍ پر درېمه په خبرپاڼه کې ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د اسمبلیو د انتخاباتو د نیټې په حواله پرېکړه نه ده شوې او نه هم د دغو صوبو ګورنرانو ته په دي لړ کې د ليک استولو فيصله شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG