د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ سپیکر د تحریک انصاف د ۳۵ نورو غړو استعفاګانې تایید کړې دي


د تحریک انصاف غړو د ۲۰۲۲ز په اپرېل کې د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته استعفاګانې ورکړې وې - پخوانی انځور.
د تحریک انصاف غړو د ۲۰۲۲ز په اپرېل کې د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته استعفاګانې ورکړې وې - پخوانی انځور.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۳۵ نورو غړو استعفاګانې منلې دي.

د قامي اسمبلۍ مرکزي دفتر د جنورۍ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې سپیکر له قواعدو سره سم، استعفاګانې منظورې کړې دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه د پارلېمان د غړو نومونه ورکړي دي چې پکې ډاکتر حیدر علي خان، محمد بشیر خان، جنېد اکبر، عثمان خان تره کی، ارباب عامر ایوب، شېر علي ارباب او نور شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د جنورۍ پر ۱۷مه هم د تحریک انصاف د ۳۴ غړو او د عوامي مسلم ليګ د مشر شیخ رشيد استعفاګانې منظورې کړې وې. پر هم هغه ورځ د پاکستان انتخاباتي کمېشن د هغو کسانو نوملړ خپور کړ چې د اسمبلۍ غړیتوب یې ختم شوی دی.

په هغه نوملړ کې د دفاع پخواني وزیر پروېز خټک، د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي، پخواني سپيکر اسد قیصر، پخواني مرستيال سپیکر قاسم سوري او د پخوانیو وفاقي وزیرانو فواد چودري، علي امين ګنډه پور، زرتاج ګل، نورالحق قادري، مراد سعید، شهریار اپرېدی، اسد عمر او د تحریک انصاف د ځينو نورو سیاستوالانو په ګډون د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید نومونه شامل ول.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپیکر د جنورۍ ۲۰مې نېټې اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي ول چې حکومت پر وزیراعظم شهباز شریف د بې باورۍ تحریک له وېرې استعفاګانې تایید کړې.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې چې د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د هغه د ګوند ۱۲۳ غړو د احتجاج په توګه له قامي اسمبلۍ څخه استعفا ورکړې وه. تر هغې وروسته، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منلې وې او د نورو په اړه يې دا دريځ خپل کړی چې تر هغو چې هغوی له اصولو سره سم، په انفرادي توګه ورته حاضر نه شي استعفاګانې یې نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه په لاهور کې وویل چې ولسمشر عارف علوي به له وزیراعظم شهباز شريفه وغواړي چې له قامي اسمبلۍ څخه دې د اعتماد رايه واخلي.

عمران خان دا خبره تر هغې وروسته کړې وه چې د شهباز شريف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل متحده قامي موومنټ دړکه ورکړه چې که د کراچۍ او حیدراباد په بلدیاتي حلقو کې د بدلون په اړه يې غوښتنې و نه منل شوې نو حکومت به پرېږدي.

عمران خان له وفاقي حکومته د قامي اسمبلۍ ماتولو او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي خو وزیراعظم شهباز شريف په وار وار ويلي چې روانه اسمبلۍ به خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې کېږي.

د تحریک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۱۷مه د استعفاګانو تر منظورۍ وروسته ویلي ول چې د ګوند غړو یې د شهباز شريف پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو لپاره اسمبلۍ ته ستنېدو پرېکړه کړې وه او همدا وجه ده چې "حکومت ووېرېد" او استعفاګانې يې منظورې کړې.

XS
SM
MD
LG