د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پيټرول، ډيزل او د خاورو تيل قيمته کړل


د پاکستان حکومت له تېر يو کال راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د تيلو نرخونه زیات کړي دي - انځور له ارشيفه
د پاکستان حکومت له تېر يو کال راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د تيلو نرخونه زیات کړي دي - انځور له ارشيفه

د پاکستان وفاقي حکومت د جنورۍ له نهه ويشتمې څخه د پيټرولو،‌‌ خاورو تېلو او ډيزلو بیې زیاتې کړې دي.

د خزاني وفاقي وزير اسحاق ډار د جنورۍ پر ۲۹ په ويډيويي بيان کې وويل چې د پيټرولو بيه د ليټر پر سر ۳۵ روپۍ او د خاورو تېل د ليټر پر سر ۱۸ روپۍ ګران شول. په دې سره له نن څخه په پاکستان کې د يو ليټر پيټرولو بیه ۲۴۹روپۍ او ۸۰ پیسې شوه.

د ډيزلو بیې هم د لیټر په سر ۳۵ روپۍ لوړې شوي. اوس به یې نوی نرخ ۲۶۲ روپۍ او ۸۰ پیسې لیټر وي. د دي ترڅنګ د خاورو تېلو نوی نرخ به ۱۸۹ وي.

استحق ډار زیاته کړه چې په نړيوال بازار کې د تيلو د نرخونو پر زیاتېدو سربیره یې، په پاکستان کې په تېرو څو مياشتو کې د تيلو قیمتونو نه وو زیات کړي. خو هغه ادعا وکړه چې اوس په مارکيټ کې د تېلو مصنوعي کمي مخنيوي لپاره د تيلو بیې زیاتوي.

بلخوا د اقتصادي چارو پوه، فهد رووف پر ټويټر ليکلي چې د پاکستان حکومت ځکه د تيلو بیې زیاتې کړې دي چې د نړيوال مالي صندوق (ايي اېم ايف) يو پلاوی د جنورۍ پر ۳۱مه اسلام اباد ته ځي. دغه پلاوی به پاکستان ته د ورکړي قرض د پوره شويو شرطونو او د بل قرض ورکولو د شرطونو جاج اخلي. په دې شرطونو کې د ځينو شيانونو د نرخونو لوړول شامل وي.

د پاکستان حکومت پر داسې مهال د تېلو د بیو د اضافې پرېکړه کړې ده چې عام ولس له ګرانۍ سر ټکوي. د ورځني استعمال شيانو د بیې زیاتېدو له وجې، سياسي ګوندونو، کاروباريانو او تجارانو مظاهرې هم کړي دي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جنورۍ پر ۲۵ مه په اسلام اباد کې د اسیا لپاره د امریکا د خزانې وزارت له مرستیال وزير رابرټ کپروت سره ليدلي وو. د حکومت د خبرپاڼې تر مخه، د دې ملاقات مقصد دا وو چې امريکا له پاکستان سره د پیسو له نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) څخه د پور په اخیستلو کې مرسته وکړي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې يوې دستورې ته وويل، هيله من دی چې له ايي اېم اېف سره به په همدغه مياشت کې تړون وشي. نوموړي زياته کړه چې له هغه وروسته به پاکستان له اقتصادي ستونزو راووځي.

XS
SM
MD
LG