د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار: روانه میاشت کې به د چین او سعودي مرستې راورسېږي


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار : انځور له ارشیفه
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار : انځور له ارشیفه

د پاکستان د خزانې وزیر وايي، له سعودي عرب او چین څخه به مرستې د روانې (جنورۍ) میاشتې په اوږدو کې اسلام اباد ته ورسېږي.

اسحاق ډار دا څرګندونې د جنورۍ پر څلورمه کړې دي او دا یې هم ویلي چې د ملک اقتصاد د هغه په وینا اوس ښه لوري ته روان دی. نوموړي دا څرګندونې، په ملک کې د ګرانۍ او بې روزګارۍ په اړه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لخوا د اعتراضونو په ځواب کړې دي.

پاکستان تحریک انصاف د پېښور په چوک يادګار کې د جنورۍ دوېمې نېټې راهیسې په هیواد کې د ګرانۍ او ناامنۍ پر ضد احتجاجي پرلت پيل کړی دی. په دې مظاهره کې چې د دیسمبر پر څلورمه یې دریېمه ورځ ده، د یاد ګوند د صوبايي او قامي اسمبلیو غړي، تجاران، سیاسي مشران، مېرمنې او ماشومان هم ګډون کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو پرلت والو ته د ویناوو پر مهال ويلي چې په مرکز کې د هغوی د حکومت له ختمېدو راهیسې په ملک کې ګراني زیاته شوې ده. خو دوی دا نه دې ويلي چې په خیبر پښتونخوا کې د دوی خپل حکومت د ګرانۍ ضد څه کړې دي؟

د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو وزیر او د تحریک انصاف یو مشر اشتیاق ارمړ د جنورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د موجوده ګرانۍ ذمه واري په مرکز کې هغه ايتلافي حکومت دی چې پکې شاملو ګوندونو تېر کال د عدم اعتماد تحريک له لارې عمران خان د وزیراعظمۍ له چوکۍ ليرې کړ.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جنورۍ په څلورمه په اسلام اباد کې د وفاقي وزیرانو سره د لیدو پر مهال ویلي، د تحریک انصاف حکومت نه ورته مالي خسارې پاتې شوي او اوس اوسني ایتلافي حکومت دومره کړي دي چې ملک یې د سریلنکا په شان دیوالیه کېدو نه ژغورلی دی او په دې لړ کې یې نور کار هم جاري ساتلی دی څو د ملک اقتصاد ورسره وده وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان اقتصادي وضعیت نه د تحریک انصاف د حکومت پر مهال ښه وو او نه هم د اوسني ایتلافي حکومت پر مهال ښه دی. په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبریال او شنونکی ظاهر شیرانی وايي، حکومت تل هڅه کوي چې د ملک خزانه ډکه وي خو د بهرنیو پورونو په اخیستو ګراني زیاتېږي. نوموړی وړاندې وايي، دا مهال له حکومت سره داسې څه پیداوار نشته چې د ملک خزانه پرې وچلوي نو ځکه اړ کېږي چې له بهرنیو هیوادونو مرستې او پورونه وغواړي.

XS
SM
MD
LG