د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک انصاف غړيو په پېښور کې د ګرانۍ او بې امنۍ خلاف پرلت وهلی


د پاکستان په ځينو نورو برخو کې هم په بېلابېلو وختونو کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې شوې دي - انځور له ارشيفه
د پاکستان په ځينو نورو برخو کې هم په بېلابېلو وختونو کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې شوې دي - انځور له ارشيفه

پاکستان تحریک انصاف د پېښور په چوک يادګار کې د جنورۍ دوېمې نېټې راهیسې په هیواد کې د ګرانۍ او ناامنۍ پر ضد احتجاجي پرلت پيل کړی دی.

په دې مظاهره کې چې د دیسمبر پر څلورمه یې دریېمه ورځ ده، د یاد ګوند د صوبايي او قامي اسمبلیو غړي، تجاران، سیاسي مشران، مېرمنې او ماشومان هم ګډون کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو پرلت والو ته د ویناوو پر مهال ويلي چې په مرکز کې د هغوی د حکومت له ختمېدو راهیسې په ملک کې ګراني زیاته شوې ده. خو دوی دا نه دې ويلي چې په خیبر پښتونخوا کې د دوی خپل حکومت د ګرانۍ ضد څه کړې دي؟

د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو وزیر او د تحریک انصاف یو مشر اشتیاق ارمړ د جنورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د موجوده ګرانۍ ذمه واري په مرکز کې هغه ايتلافي حکومت دی چې پکې شاملو ګوندونو تېر کال د عدم اعتماد تحريک له لارې عمران خان د وزیراعظمۍ له چوکۍ ليرې کړ.

په مرکز کې په واکمن ایتلاف کې شامل، د پاکستان پیپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې نګهت اورکزۍ مشال راډیو ته وویل چې اوسني وفاقي‌حکومت ته د عمران خان له حکومته خراب اقتصاد پاتې وو. بل پلو، د جماعت اسلامي یو مخکښ او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي عنایت الله مشال راډیو ته ويلي چې نه پوهېږي تحریک انصاف د چا خلاف مظاهرې کوي ځکه په صوبه کې حکومت د همدغه ګوند دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG