د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې پاکستان له خړ لېسټ څخه لیرې کړ


پاکستان له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لسټ کې موجود وو.
پاکستان له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لسټ کې موجود وو.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې اعلان کړی چې پاکستان یې د هغو هیوادونو له لسټ څخه اېستلی چې تر زیاتې څارنې لاندې وو.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې - ایف اې ټي ایف - دا ګام د اکتوبر پر ۲۱مه په پېرس کې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته پورته کړی دی.

د یادې ادارې مشر ټي راجا کمار خبري غونډې ته وویل چې پاکستانیو چارواکو له دې لسټ څخه د وتلو لپاره ډېر کار کړی دی.

ده زیاته کړه، " پاکستان پر دوو جلا جلا کاري پلانونو کار کړی دی او په شريکه يې ۳۴ اهداف مکمل کړي دي چې د پیسو د غیرقانوني لېږد او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د مخنيوي په نظام کې نېمګړتياوې لري کړي."

نوموړي وویل چې د ناقانونه پیسو د څار نړیواله ادراه د پاکستان له خوا د دې مهم پرمختګ هرکلی کوي.

ده زیاته کړه، "د دې په نتيجه کې اوس پاکستان په موثره توګه د پیسو د غیرقانوني لېږد او د ترهګرۍ د مالي سرچینو مخنيوی کولای شي."

پاکستان له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لسټ کې موجود وو.

د یادې ادارې مشر د اکتوبر پر ۲۱مه وویل، دا هغه نيمګړتياوې دي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو په جون مياشت کې اېف اې ټي اېف پاکستان ته په ګوته کړې وې.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د مملکت وزیرې حنا رباني کهر په پېرس کې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په غونډه کې ګډون کړی وو.

نوموړې په خپلو خبرو کې هيله ښودلې چې له دې پريکړې سره به د پاکستان اقتصاد ښه شي او له نړۍ سره به يې اقتصادي او مالي بوختيا زياته شي.

پاکستان له دې کبله په ۲۰۱۸ م کال کې په خړ لسټ کې اچول شوی وو چې دې هېواد د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنيوي په ستراتژۍ کې نمېګړتياوې درلودې.

په ياد لسټ کې له شاملو هېوادونو سره بېنکونه په کاروبار کولو کې ډاډه نه وي او سرمايه کاران ترې هم ويريږي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

شهباز شریف د اکتوبر پر ۲۱ پر خپل ټويټر لیکلي چې له خړ لسټ څخه د پاکستان اېستل په تېرو کلونو کې د دوی د کلک هوډ او دوامداره هلو ځلو سپيناوی دی.

نوموړي په دې لړ کې د خپل هېواد ولسي او پوځي مشرتابه ته هم مبارکي ورکړې ده.

له خړ لسټ څخه وتل څه ګټه لري؟

د اقتصاد پوهانو په وینا، له خړ لسټ څخه د وتلو مطلب دا دی چې پاکستان به نور د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې تر زياتې څارنې لاندې نه وي.

دې پرمختګ د پاکستان د حکومت تر څنګ کاروباري خلک هم ډېر خوشاله کړي دي دي. دوی وايي، اوس به یې کاروبارونه وده وکړي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس مشر محمد اسحاق د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې اوس به یې هم کاروبار پیل شي او هم به یې په کاروباري راکړه ورکړه کې اساني پیدا شي.

ده وویل، "د پيسو لارې معلومې وي، هر هیواد چې وغواړي، له پاکستان سره تجارت وکړي، هغوی ته مسلې هم ختمې شي."

د اقتصاد او امنیتي چارو پوهان وايي، پاکستان به د ایف اې ټي ایف پر ټولو قوانینو په پوره توګه عمل کوي‌ چې بیا خړ لسټ ته لاړ نه شي.

اېف اې ټي اېف د امريکا په ګډون له ۳۷ غړو هېوادونو او دوه سيمه ييزو ډلو جوړ دی. په دې ډلو کې يو د خليج همکارۍ کونسل او بل اروپايي کمېشن دی .

يوازې ايران ،شمالي کوريا او برما په بشپړه توګه تور لسټ کې دي او دوی له اېف اې ټي اېف سره له همکارۍ کولو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG