د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: د مېلیونونو سېلاب ځپلو د بیا ابادولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتيا لرو


د سېکا سرمشریزه د قازقستان په استانه کې ترسره شوه.
د سېکا سرمشریزه د قازقستان په استانه کې ترسره شوه.

د پاکستان وزیراعظم وايي، هیواد یې وروستیو سېلابونو سخت ځپلی او د بیا ابادولو لپاره یې دوی زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

شهباز شریف دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۳مه د قازقستان په استانه ښار کې د سیکا ( د اسیا د اعتماد جوړولو او تعامل ) سرمشریزې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، دوی د ۳۳ میلیونو کسانو د بیا ابادولو لپاره مرستو ته په سملاسي ډول اړ دي. نوموړي سرمشریزې ته په وینا کې دا هم وویل چې د اقلیمي بدلون له وجې یې هیواد ډېر زیات اغېزمن شوی دی، تاوانونه یې ګاللي او د بې سارې بارانونو او سېلابونو له وجې یې د هیواد په درو کې یوه برخه ډوبه شوې ده.

وزیراعظم شهباز شریف په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د سېلابونو له وجې یې هیواود له ۳۰ اربه ډالرو زیات تاوان لیدلی دی.

نوموړي دمرستو لپاره دا غږ پر داسې مهال کړی دی چې د سرکاري شمېرو له مخې په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی دی. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د اکتوبر پر ۱۱مه په بیان کې ویلي وو، د جون له نیمايي راهیسې، د بارانونو او سېلابونو له وجې، د وژلو شویو شمېر ۱۷۱۷ ته رسېدلی دی چې پکې ۶۳۹ ماشومان دي.

پاکستان د سېلاب خپلو د بیا ابادولو لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي او د جرمني او امریکا په ګډون ګڼو هیوادونو ورته د مرستو اعلانونه هم کړې دي.

خو پوښتنه داده چې پاکستان تراوسه د اړینو مالي مرستو په ترلاسه کولو کې ولې پاتې راغلی دی؟ په دغه اړه، په پیښور پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو د څانګې استاد ډاکټر درویش اپریدی وايي چې اوس نړیوال له پاکستان سره د مرستو کولو نه ستړی شوي دي او بله دا چې مالي پانګې د پرمختیايي کارونو پر ځای په دفاعي چارو مصرف شوي او دا وسیلې د هیواد په اقتصادي پرمختګ نه دي خرڅ شوي.

د ډاکټر درویش اپریدي په وینا پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ۳۳ بلیونه ډالره اخیستي، خو هغه یې په داسې کارونو لګولي چې ولس ته یې ګټه نه ده رسیدلې.

ایا نړیوال به له پاکستان سره د مرستو لپاره راوړاندې شي؟ په دغه اړه په اسلام اباد کې د پرمختیايي اقتصاد د مطالعاتو د مرکز څیړونکی کریم خان وايي چې دا مهال پاکستان د نړیوالې بې باورۍ ښکار دی. د نوموړي په وینا چې اوس به نړیوال بانک د حکومت په نګرانۍ کې نړیوال کارپوهان په کار ګماري او هغوی به د سېلابونو نه د اوړیدلو تاوانونو کره اندازه لږوي.

XS
SM
MD
LG