د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بهرنیو پیسو د زېرمو کمېدل څه ستونزې زېږولای شي؟


په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې خورا کمې شوې دي - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې خورا کمې شوې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان دولتي بانک مشر ویلي دي چې که په هغه هېواد کې څوک په خپلو امریکايي ډالرو د درامداتو بندوبست کوي نو ورباندې څه اعتراض نه لري.

جمیل احمد د جنورۍ پر ۱۸مه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو فېډرېشن غونډې ته په وینا کې وویل چې بانک دومره ډالر نه لري چې له بهرنیو هېوادونو سره سوداګري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس له رپورټ سره سم، نړیوال بانک پاکستان ته د یو ارب او ۱۰ کروړه ډالرو د دوو پورونو منظوري تر راتلونکي مالي کال پورې ځنډولې ده.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، له نړیوالو مالي ادارو او ملګرو هېوادونو څخه د ډالرو نه لېږد له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې څه د پاسه څلور اربه ډالرو ته ورکمې شوې دي چې یوازې د شاوخوا درو اوونیو درامداتو لپاره کافي دي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، پاکستان د ډالرو د کمښت له وجې د خوړو او یوشمېر صنعتي توکو پر درامد بندیز لګولی دی.

ده د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې له دې حالت سره په پاکستان کې ګراني او بېروزګاري لا زیاتېدای شي. "صنعتونه چې کله خام مال نه لري نو پیداوار یې کمېږي او یا به [صنعتونه] بندېږي. نو له دې سره شیان ګرانېږي او خلک به بېروزګاره کېږي."

خو په اسلام اباد کې د پاکستان د امدن یا ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) پخوانی مشر سید شبر زیدي وايي، د پاکستان درامدات نه شي کمېدای ځکه چې هغه هېواد خپل برامدات او درامدات متوازن کړي دي.

نوموړي البته مشال راډیو ته دا وویل چې که اسلام اباد تر ډېرې مودې د خامو موادو پر درامد بندیز برقرار وساتي نو بیا پاکستان له مالي مشکلاتو او ګرانۍ سره مخامخېدای شي. "ګوره، زموږ د بهرنیو پیسو زېرمې ډېرې ټیټې سطحې ته رسېدلې دي نو د دې له کبله موږ خپل درامدات او برامدات متوازن کړي دي. د مثال په توګه، که موږ د ۴۰ اربه روپیو شیان له نورو هېوادونو څخه اخلو نو بیا پر هغوی د ۴۰ اربه روپیو شیان خرڅوو، نو ځکه زموږ درامدات نه شي درېدای. خو که له صنعتونو سره اوسنی پروت خام مال ورو، ورو ختمېږي نو بیا به مسلې زیاتېږي."

اخوا د پاکستان د مالي چارو وزیر اسحاق ډار د جنورۍ پر ۱۸مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې متحده عربي اماراتو یې هېواد ته د ورکړیو دوو اربو ډالرو د ورستنولو موده غځولې ده.

نوموړي په وروستیو میاشتو کې ټینګار کړی دی چې حکومت د پاکستان د اقتصادي او مالي مشکلاتو هوارولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

داراز، پر هم هغه نېټه د سعودي عرب د ماليې وزیر محمد الجدعان د سوېټزرلینډ په ډېووس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره پر نویو لارو مرسته کول غواړي.

ده البته وویل چې اوس به په نویو شرطونو پاکستان ته پور ورکوي. "که موږ پر خپلو خلکو ټیکس لګوو نو له نورو [هېوادونو] هم دا تمه لرو."

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، د سعودي له لوري د نویو شرطونو له کبله به پر پاکستاني ولس مالي بار زیات شي، خو دی زیاتوي چې اسلام اباد دې له مالي بحرانه د وتلو لپاره نورې لارې ولټوي. "پاکستان اوس له چين سره پر دې خبرې روانې کړې دي چې د قرضو واپس کولو موده ورته وغځوي.د سعودي له خوا داسې معاهده پاکستان ته راروانه ده چې له مخې به يې پاکستان د تېلو پیسې وروسته ورکولای شي. بله دا ده چې له پاکستان سره به د سېلابونو [له کبله د شوي تاوان] په لړ کې مرستې هم تېزې شي."

د اقتصادي چارو پوهان وايي په پاکستان کې د معاشي ستونزو يوه غټه وجه سياسي بې ثباتي ده چې له وجې يې هلته څوک پانګونه نه کوي. دوی ګڼي چې پاکستان باید د ټیکسونو، لګښتونو او امدنۍ یو موثر نظام جوړ کړي چې په بهتر ډول اقتصادي مسلې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG