د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: سېلابونو د پاکستان اقتصاد ته ۳۰ اربه ډالره زیان رسولی دی


بلاول بوټو زرداري وويل چې سېلابونو د پاکستان ۳۳ مېليونه کسان اغېزمن کړي دي - پخوانی انځور
بلاول بوټو زرداري وويل چې سېلابونو د پاکستان ۳۳ مېليونه کسان اغېزمن کړي دي - پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې د جون تر ۱۴مې نېټې وروسته بارانونو او سېلابونو يې په هېواد کې تر ۱،۷۰۰ زیات کسان وژلي او اقتصاد ته يې ۳۰ اربه (مېليارده) امریکايي ډالرو زیان رسولی دی.

بلاول بوټو زرداري د اکتوبر پر شپږمه په کراچۍ کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د سېلابونو له وجې ۳۳ مېليونه کسان اغېزمن شوي او د هېواد ۱۰ فيصده روغتونونه یې زیانمن کړي دي.

نوموړي وويل چې اوس هم د بلوچستان له غرونو څخه سيند صوبې ته د سېلابي اوبو داخلېدو بهیر روان دی.

بلاول بوټو زرداري د مرستندويه کارونو په اړه وويل چې چارواکي اوسمهال د رسېدلو زیانونو د روانې ارزونې (سروې) پایلې ته منتظر دي او تر دې وروسته به د بیارغونې او بحالۍ چارې پیلوي.

نوموړي پخواني وزیراعظم عمران خان ته په اشاره وويل چې نيم پاکستان په اوبو کې ډوب دی او په پاتې نيم کې سياست روان دی. "دوه پاکستانه نه شي کېدای چې نيم دې په اوبو کې ډوب وي او بله برخه کې دې يو څوک سياست کوي."

د تحریک انصاف مشر عمران خان په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې غونډو ته دوام ورکړی او اعلان يې کړی چې د اسلام اباد پر لوري احتجاجي لاریون کوي.

بلاول بوټو زرداري په سيند کې د بلدياتي ټاکنو په اړه وويل چې هغه خپلو غړو ته نه شي ويلای جې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او باید له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي ځکه چې د ده په خبره، دا يې لومړيتوب دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې چې د سيند حکومت له انتخاباتي کمېشنه د قامي اسمبلۍ د ضمني او بلدياتي ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې د سيند انتظاميه او پوليس د سېلاب ځپلو په مرستو بوخت دي نو ځکه انتخابات نه شي کېدای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG