د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیس له جنازې سره د ګورنر او وزیر تصویرونو اخیستو غبرګونونه پارولي


په خیبر پښتونخوا کې په تېرو میاشتو کې پر پولیسو په بریدونو کې یوشمېر سرتېري وژل شوي دي - پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو میاشتو کې پر پولیسو په بریدونو کې یوشمېر سرتېري وژل شوي دي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوندونو غړي د دې صوبې پر واکمن ګوند تحريک انصاف نيوکې کوي چې د "ترهګرۍ د مخنيوي" او د پوليسو د پياوړي کولو لپاره يې لازم اقدامات نه دي کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې هغې يوې وېډيو ته تند غبرګونونو ښوول شوي چې پکې د صوبې ګورنر او یو وزیر د وسلوالو په برید کې د وژل شوي پولیس افسر جنازې ته د اوږې ورکولو او عکسونو جوړولو په حال کې ښکاري.

خو د خيبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سيف د مخالفو ګوندونو تورونه ردوي او وايي چې د صوبې د پرمختيا او د ناامنۍ د مخنيوي چارې ځکه ټکنۍ دي چې وفاق پيسې نه ورکوي.

د جنورۍ پر ۱۳مه پېښور ته نېږدې د سربند سيمې پر تاڼه د وسلوالو په حمله کې د پوليسو يو ډي اېس پي سردار حسين او دوه پولیس سرتيري ووژل شول.

د بريد ذمه واري وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې.

د پېښې په سبا، يعنې د جنورۍ پر ۱۴مه د وژل شوي ډي اېس پي او دوو سپاهيانو جنازه د پېښور په پوليس لاينز کې وشوه چې ورته د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي او د کارګرانو او فرهنګي چارو صوبايي وزير شوکت يوسفزی هم ورغلي ول.

پر هم هغه نېټه پر ټولنيزو شبکو د جنازې ویډیو خپره شوه چې پکې ليدل کېږي چې دواړه چارواکي وار په وار د ډي اېس پي تابوت ته اوږه ورکوي او عکسونه ورسره جوړوي.

د ټولنيزې مېډيا، په تېره د ټوېټر، یوشمېر فعالانو او کاروونکو او د مخالفه ګوندونو سیاستوالانو د ګورنر او حکومتي وزیر پر دې کار انتقاد کړی دی.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي او شوکت یوسفزي د نیوکو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسين بابک د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، پر ځای د دې چې د صوبې چارواکي د روانې ناامنۍ د مخنيوي لپاره موثره اقدامات وکړي، هغوی د وژل شويو سرتېرو له جنازو سره د عکسونو په جوړولو سياسي ګټې پورته کوي.

بابک وویل، په داسې حال کې چې د صوبې ناامني "اوج" ته رسېدلې، حکومتي واکداران د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ړنګولو یا نه ماتولو په اړه په بحثونو کې مصروف دي.

د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال سردار حسین بابک دعوه وکړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت "له تېرو درو مياشتو راهيسې د پېښور پوليسو ته د ګاډو لپاره د تېلو پيسې نه ورکوي."

ده زیاته کړه چې پولیس له اړینو وسایلو هم بې برخې دي. "پوليس هغه رنګ وسله نه لري چې د ترهګرو ښه مقابله پرې وکړای شي. د پوليسو په تنخاګانو او همداراز په شهدا پيکېج کې اضافه نه کېږي. موجوده حکومت ټوله صوبه ترهګرو ته حواله کړې ده. هغوی چې هر وخت، هر ځای او هر څوک وغواړي، په اسانۍ يې په نښه کوي. د حکومت کردار د تماشايي دی. حکومت يوازې دې ته تکړه دی چې د ناامنۍ پرضد پر احتجاج کوونکو اېف ای ارونه (رپورټونه) درج کړي او هغوی په تنګ کړي. حکومتي وزيران د اسمبلۍ ماتولو خبرې کوي، او بل پلو موږ ګورو چې د ګرانۍ او بدامنۍ له لاسه پښتانه له صوبې کډو کولو ته اړ شوي دي."

د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونو مخکښو غړو هم د جنورۍ پر ۱۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د صوبې پر امنيتي حالت او کاروباريانو ته د بته خورو لخوا د ټېليفونو پر مسله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو د خيبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سيف د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، د صوبې د کمو مالي وسايلو باوجود پوليس د ترهګری په خلاف په مړانه مبارزه کوي.

نوموړي د وسايلو د کمي لپاره وفاقي حکومت ته د اعتراض ګوته ونيوله چې په خبره يې، صوبې ته یې د برخې پيسې نه ورکوي. "که د خپلو شهيدانو جنازې او دعا ته نه ولاړې نو له اعتراضونو سره مخامخېږې. او که ولاړ شې او چا درسره تصويران جوړ کړل، نو بيا هم خبرې درپسې کېږي. پر موږ له نيوکو کوونکو سياستوالانو څخه پوښتنه په کار ده چې د دوی په حکومتي دروه کې په صوبه کې څه روان ول؟ د ترهګرو له وېرې به له کوره نه راوتل. دوی خوشاله دي چې د ترهګرۍ پېښه وشي او په موږ پسې د خولې پرانیستلو موقع په لاس ورشي. د ډي اېس پي شهادت دا خبره ثابتوي چې حکومت د ترهګرو پر وړاندې په پوره قوت سره ولاړ دی. تېر کال زموږ تر ۱۰۰ زيات پوليس اهلکاران شهيدان شوي دي. د مولانا فضل الرحمان [جمعیت علمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند] او د مسلم ليګ (ن) امير مقام، دا ټول د مرکزي حکومت ملګري دي. د وفاق په ذمه زموږ تر ۲۰۰ اربه زياتې روپۍ واجب الادا دي. موږ ورته منتونه کړي چې دا پيسې راکړئ چې د صوبې په ترقۍ او د ترهګرۍ د مخنيوي پر چارو يې ولګوو، خو نه يې راکوي. پر موږ له الزام لګوونکو نه پوښتنه کوم چې پوليسو ته وسله او ګاډي له کومه وکړو؟"

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت له یوې مودې راهیسې پر وفاقي حکومتونو د پیسو نه ورکولو تور پورې کوي چې وفاق په بیا بیا رد کړي دي.

د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې په صوبايي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) یو استازي جمشېد خان مشال راډیو ته ویلي ول چې د ګوند په مشرۍ یې وفاقي حکومت صوبې ته ۲۶ اربه روپۍ ورکړې وې. ده ویلي ول چې د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت د بدانتظامۍ ښکار دی نو ځکه یې د صوبې مالي چارې ګډې وډې دي.

داراز، د وزیراعظم سلاکار او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال امیر مقام په نومبر کې له مشال راډیو سره په خبرو کې ورته څرګندونې وکړې او تور یې پورې کړ چې صوبايي حکومت د خپلو "پروپیګنډو" لپاره بې ځایه پیسې لګوي.

له دې پرته د پاکستان وفاقي حکومت په تېرو میاشتو کې ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د خیبر پښتونخوا په ګډون له ټولو صوبو سره همکارۍ او مرستې ته تیار دی. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې پر صوبایي حکومتونو هم غږ وکړ چې په هېواد کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې همکاري زیاته کړي.

د وژل شویو پولیسانو جنازو ته د چارواکو ورتګ په اړه د صوابۍ د پوليسو په مرکزي دفتر کې ډي اېس پي نورالامين خان وايي، خوشالېږي چې سياسي خلک او حکومتي چارواکي یې د "شهيدانو" جنازو ته ورشي. د نوموړي په خبره، پوليس دې ته نه ګوري چې حکومت د چا دی او دوی ته مراعات ورکوي او که نه؟ خو بس خپله ډيوټي کوي. "ملک د پښتو دی او موږ مسلمانان يو. که د شهېدانو جنازو او دعاګانو ته مو لوړپوړي افسران راشي، نو ښه خبره ده."

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی محمود جان بابر د وژل شویو افسرانو او سرتېرو له تابوتونو سره د چارواکو د عکسونو او وېډيوګانو جوړولو کار ته په ښه سترګه نه ګوري خو وايي چې د ځواکونو او عام ولس د مورال لوړولو لپاره دا عمل ګټور ثابتېدای شي. "په تېرو سیاسي حکومتونو کې به چې چېرې هم د ترهګرۍ پېښه وشوه نو حکومتي خلکو به ځان رساوه. په تېره د عوامي نيشنل ګوند مخکښان په دې کار کې تکړه ول. د صوبې خلک هغه طمع د تحريک انصاف له حکومته هم کوي، خو د دې ګوند وزيران ميدان ته نه ورځي. له تابوت سره عکسونو جوړول راته يو منفي کار معلومېږي. عکسونه خو موږ اکثره په ودونو او ښاديانو کې جوړوو. د ډي اېس پي د جنازې د وېډيو تر خپرېدو وروسته ځينو پوليسانو هم د چارواکو د تصويرونو پر مسله پر سوشل ميډيا خپګان ښوولی دی. خو زه وايم چې د وژل شوي ډي اېس پي په جنازه کې د صوبې د ګورنر ترڅنګ د يوه حکومتي وزير شرکت به هغه خولې بندې کړې وي چې په دې رسوماتو کې د چارواکو د نه ګډون له امله به يې شکايت او يا هم نيوکې کولې."

په خيبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهيسې وسلوال بريدونه زيات شوي دي چې د فعالانو او قبالي مشرانو ترڅنګ پوليس او نور امنيتي عسکر پکې په نښه کېږي.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د ۲۰۲۲ز د نومبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته ويلي ول چې له وسلوالو سره يې په وړه کچه جنګ روان دی او دا چې امن به ژر پرځای شي.

نوموړي زياته کړې وه چې پوليس په "پوره توانمندۍ" خپل کار کوي او د پيسو او يا هم وسايلو له کمښت سره مخامخ نه دي.

XS
SM
MD
LG