د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې وسله والو ډي ایس پي او دوه نور پولیس وژلي دي


وسله والو تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې پولیس وژلي دي. (انځور: ارشیف)
وسله والو تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې پولیس وژلي دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په سربند سیمه کې وسله والو د پولیسو یو ډي ایس پي‌ او دوه نور عسکر په ډزو وژلي دي.

په پېښور کې د پولیسو د عملیاتو څانګې مشر کاشف افتاب مشال راډیو ته وویل چې وسله والو بېګا د پېښور پر سربند تاڼه د لاسي بمونو برید کړی وو.

د ده په وینا، اووه یا اته وسله والو له درې اړخونو پر تاڼه برید کړی وو او پر تاڼه یې پنځه لاسي بمونه غورځولي چې څلور پکې نه وو چاودلي او د چاودلې هغه له کبله هم څه ځاني زیان نه وو اوښتی.

خو ده وویل چې کله پولیس تر پېښې وروسته هغه ځای ته پیاده روان وو نو وسله والو په هغو ټوپکو ډزې وکړې چې له لرې ځایه کره نښه ولي.

د ایس ایس پي‌ کاشف افتاب په وینا، د وسله والو له خوا په ډزو کې د بډه بېرې د پولیسو مشر سردار حسېن او د ارشاد او جهانزېب الله په نامه دوه پولیس وژل شوي دي.

د وژل شویو پولیسو جنازې د جنورۍ پر ۱۴مه سهار شاوخوا لس بجې د پېښور په پولیس لاین کې وشوې.

د هغوی په جنازه کې د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي او د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري او د پولیسو نور لوړپوړي چارواکي شریک وو.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې ده. کاشف افتاب وویل چې دوی د وسله والو نیولو لپاره هڅې جاري ساتلې دي.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهسې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي چې پولیس، فعالان، قبایلي مشران او نور امنیتي عسکر پکې په نښه کېږي.

دې بریدونو په ځانګړې توګه له هغه وروسته زور نیولی چې تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره اوربند ختم کړ او خپلو وسله والو ته یې د بریدونو امر وکړ.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په پیل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پیل کړې وې.

د هغو خبرو اترو په نتیجه کې اوربند رامنځ ته شوی وو کوم چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۷مه ختم اعلان کړی وو.

خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري تر هغه وړاندې د نومبر پر ۱۹مه لا په سوات کې خبري غونډې ته ویلي‌ وو چې د وسله والو پرضد یې په وړه کچه عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG