د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې د وسله والو په برید کې پنځه پاکستاني عسکر ټپي شوي


د ټانک د پوليسو مشر وقار احمد د جنورۍ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې پېښه د جنورۍ پر ۸مه ماخستن شاوخوا ۱۰ بجې شوې ده.
د ټانک د پوليسو مشر وقار احمد د جنورۍ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې پېښه د جنورۍ پر ۸مه ماخستن شاوخوا ۱۰ بجې شوې ده.

پولیس وايي چې په ټانک کې نامعلوملو وسله والو د پوځ پر موټر بريد کړی چې پکې ۵ سرتېرې ژوبل شوي دي.

د ټانک د پوليسو مشر وقار احمد د جنورۍ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۸مه ماخستن شاوخوا ۱۰ بجې وسلوالو د شين کڅ په سيمه کې پر پوځي ګاډي ډزې وکړې خو د ده په وینا، پوځ په دې اړه له دوی سره لا تفصيل نه دی شريک کړی.

د استخباراتي ادارې يوه چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ليکلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په بريد کې مېجر شمس، نايک سراج، نایک ارشدالله، لانس نايک ثاقب او سپاهي امير معشوق ژوبل شوي دي.

د دې بريد ذمه واري د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG