د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان: خیبر پښتونخوا د وفاق له لوري د پیسو نه ورکولو له وجې د مالي بحران ښکار ده


د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر دا تور رد کړی دی چې ګواکې د وفاقي حکومت د پیسو نه ورکولو له وجې هغه صوبه د مالي بحران ښکار ده.

امیر مقام دا څرګندونې د نومبر پر ۱۵مه په بر دیر کې د اعلاوزیر محمود خان تر جلسې څو ساعته وروسته مشال راډیو ته وکړه.

محمود خان جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې وفاقي حکومت ورته د صوبې د برېښنا ګټه او نورې پیسې نه ورکوي چې موخه یې د "صوبايي حکومت ناکامول" او هلته د ګورنر راج یا واکمنۍ نفاذ دی.

ده وویل، وفاق ورته د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) په پیسو کې د صوبې برخه نه ورکوي، "زما د بجلۍ [ګټه] ۶۲ اربه روپۍ ده چې هغه راته نه مېلاوېږي، دپخوانۍ قرضې قسطونه نه راکوي یا یې کم راکوي. د فاټا کومې ضلعې چې له موږ سره شاملې شوې دي، د هغو پیسې نه راکوي. د صحت [بیمې] کارډ پیسې نه راکوي، هېڅ نه راکوي او کوښښ یې دا دی چې دا حکومت خراب شي، ناکامه شي او دلته ګورنر راج ولګېږي."

د خیبر پښتونخوا حکومت روان کال په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د مالي بحران لامل وفاقي حکومت دی خو اسلام اباد دریځ لري چې د ستونزو وجه د صوبايي حکومت بې ځایه لګښتونه دي.

د وزیراعظم سلاکار او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال امیر مقام د نومبر پر ۱۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ورته تور پورې کړ او و یې ویل چې صوبايي حکومت د خپلو "پروپیګنډو" لپاره بې ځایه پیسې لګوي او سرکاري "هېلېکاپټر چلوي. که هغه ټیک (جوړ) نه وي نو په کرایه یې اخلي. د لوټ مار لپاره هر څه شته، خو غریبو خلکو ته تنخاګانې نه مېلاوېږي" او چې کله هغوی مظاهرې وکړي، نو بیا ورباندې تشدد کوي.

د وزیراعظم سلاکار امیر مقام وايي، وفاق د خیبر پښتونخوا حکومت ته د قبایلي ضلعو لپاره پیسې ورکوي - پخوانی انځور.
د وزیراعظم سلاکار امیر مقام وايي، وفاق د خیبر پښتونخوا حکومت ته د قبایلي ضلعو لپاره پیسې ورکوي - پخوانی انځور.

مقام وویل، صوبايي حکومت یوازې "الزام لګوي" چې وفاقي حکومت ورته پیسې نه ورکوي او پوښتنه یې وکړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې دا ووايي چې د هغوی تحریک انصاف ګوند چې له ۲۰۱۸ز کال څخه د ۲۰۲۲ز کال تر اپرېله پورې په وفاق کې د اېتلافي حکومت مشري کوله نو هغه مهال ورته اسلام اباد څومره پیسې ورکولې؟

ده زیاته کړه چې وزیراعظم شهباز شریف د قبایلي سیمو لپاره د پیسو پروګرام د راتلونکي کال د جون تر میاشتې غځولی دی او دا چې د اعلاوزیر څرګندونې سمې نه دي.

په پېښور کې خبریال لحاظ علي وايي، په اپرېل کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د وزیراعظمۍ تر ختمېدو وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت سرکاري هېلېکاپټر په هغه صوبه کې د نوموړي جلسو لپاره کارولی دی.

ده د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان د ګډو ګټو شورا غونډو او داراز د مالي چارو شورا غونډو ته نه ځي چې هلته خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

اخوا د خیبر پښتونخوا د مالي چارو وزارت وايي چې په اګست کې تر سېلابونو وروسته د بحالۍ او بیاودانۍ پر چارو د پیسو لګولو له وجې هم مالي بحران ژور شوی دی او دا چې د غیرضروري او بې ځایه لګښتونو تور ناسم دی.

XS
SM
MD
LG