د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور کاروباریان وايي د باج غوښتونکو ټېلېفونونو زښت اندېښمن کړي دي


په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او کاروباریانو او سیاستوالانو ته د ګواښونو ضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او کاروباریانو او سیاستوالانو ته د ګواښونو ضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

په پېښور کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو (خیبر پښتونخوا چيمبر اف کامرس اينډ انډسټريز) مخکښ غړي وايي، د هغه ښار کاروباریان د باج (قلنګ) غوښتنې ټېلېفونونو زښت پرېشانه کړي دي او د خپل امنیت لپاره خورا اندېښمن دي.

البته د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د تېرو کلونو پرتله اوسمهال په صوبه کې د باج اخیستنې پېښې کمې شوې دي. خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا د یوشمېر ضلعو اوسېدونکو شکایت کړی دی چې په ټېلېفون له خلکو څخه د باج (بتې) غوښتو پېښې زیاتې شوې دي. له دې پرته د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو مشر اسحاق خان د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې او په تېره د پېښور کاروباريان په وروستيو کې د باج يا قلنګ لپاره د نامعلومه کسانو د ټېلېفونونو زښت پرېشانه کړي دي.

د نوموړي په خبره، د سيمې کاروباريان له ۲۰۰۷ز کال راهيسې له دې ستونزې سره مخامخ دي، خو د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د ګټو يا امدن چارو له وفاقي ادارې (اېف بي ار) څخه د شاوخوا ۱۲ لکه پاکستانيو وګړو د شتمنیو په اړه د معلوماتو غلا کېدو او پر انټرنېټ یې تر خپرېدو وروسته دا مسله نوره هم سنګينه شوې. "موږ د خپلو کاروباري ملګرو ترڅنګ ولاړ يو او د هغو لپاره غږ پورته کوو. د دې مسلې حل د حکومتي واکدارانو په لاس کې دی. هغوی بايد تحقيقات وکړي چې له اېف بي ار څخه معلومات چا او څنګه غلا کړل؟ يوازې د چيمبر غړي نه بلکې د پېښور زياتره کاروباريانو ته د قلنګ لپاره ټېلېفونونه کېږي. موږ له ۲۰۰۷ز کال راهيسې د بته خورۍ (باج غوښتو) له مسلې سره مخامخ يو. کله به يو څه کمه او کله زياته شوه. خو اوسمهال يې بېخي پرېشانه کړي يو. د پوليسو په هکله به ووايم چې تل يې له موږ سره تعاون کړی دی. يوه ستونزه دا هم ده چې که يو چا ته د باج لپاره ټېلېفون کېږي نو هغه پوليسو ته له دې وېرې حال نه وايي چې هسې نه له يوې بته خورې ډلې خلاص شي او په کومې بلې يوې واوړي."

خان د جنورۍ پر پينځمه هم په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې د ۲۰۲۱ز په اګست مياشت کې د اېف بي ار پر معلوماتو د انټرنېټي حملې او په نتيجه کې يې د لکونه پاکستانيو وګړو د اثاثو په اړه د معلوماتو د غلا کېدو موضوع یاده کړې وه. د سوداګرۍ خونو د مشر په خبره، د دوی د کاروباري غړو شمېر دا مهال شاوخوا ۵،۰۰۰ دی.

خو د جنورۍ پر نهمه د اج نيوز په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ پر خپله ووبپاڼه د اېف بي ار په حواله يو خبر خپور کړ چې پکې د اسحاق خان دا تور رد شوی چې ګواکې انټرنېټي بریدګرو مهم معلومات پټ کړي او بیا یې پر انټرنېټ خپاره کړي دي.

بلخوا يوې بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ايکسپريس ټرېبيون د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۵مه د يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي په حواله، چې نوم يې نه وو ښوول شوی، ليکلي ول چې انټرنېټي غلو د اېف بي ار ډیټا پټه کړې ده. دې چارواکي هغه پېښه د يوه "قومي بحران" په توګه ياده کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو یوه غړي فيض محمد خان مشال راډيو ته وويل، د باج غوښتونکو لاسونو ته د پېښور د کاروباريانو او صنعتکارانو د شتمنيو په اړه د معلوماتو لاسو تر ورتللو وروسته دوی د پاکستان نورو برخو ته د کډه کېدو په اړه جدي غور ته اړ شوي دي. "زموږ غلا شوې ډیټا د بته خورو لاسو ته ورغلې ده. هغوی معلومات لري چې د يوه کاروباري تن په بانک اکاونټ کې څومره پيسې دي، جايداد يې څومره دی او بچي يې په کومو سکولونو کې سبق وايي. همدا وجه ده چې کاروباري ملګري مو په وېره کې دي. هغوی ته ټېلېفونونه کېږي. د ځينو د کورونو مخې ته وړې چاودنې هم شوې دي. پوليس هېڅ تعاون نه کوي. حکومت بايد مکمل تحفظ راکړي، کنه نو صنعتکاران به د ملک نورو برخو ته کډه او په صوبه کې د بندو کارخانو شمېر نور هم سېوا شي."

بل پلو تېره ډېسمبر مياشت په پېښور کې د "انصاف ټرېډرز وېنګ" په نوم د تحريک انصاف پلويانو سوداګرو د ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته په لېږدولي يو خط کې د صوبې، په تېره د پېښور، سوداګرو ته د بته خورو د ټېلېفونونو مسله په ګوته کړې وه.

خو د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د کارګرانو او کلتوري چاور وزير شوکت يوسفزي د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې د قلنګ اخيستنې پېښې د پخوا پرتله خورا کمې شوې دي. نوموړي زياته کړه چې د صوبې پوليس هم د پخوا پرتله زيات تربيت يافته او د قلنګ اخيستونکو پرضد موثره اقداماتو ته چمتو دي. "اوسمهال دا پېښې ډېرې کمې شوې دي. کاروباريانو ته مو ويلي چې که کله هم کوم ټېلېفون ورته کېږي نو هغه شمېره يا نور اړين معلومات دې د پوليسو له اعلا چارواکو سره شريکوي. زموږ پوليس د پخوا پرتله زيات تربيت يافته او تکړه دي. زه باوري يم چې پوليسو ته پر وخت او د دقيقو معلومات په ورکولو به د بته خورۍ مسله ژر قابو شي."

د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د جنورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پر موضوع يوه کنفرانس ته په وينا کې ويلي چې د خيبر پښتونخوا له پوليسو د ترهګرو پر وړاندې د موثره کاروایۍ تمه نه شي لرلای ځکه چې هغوی د "ترهګرو په څېر جدیده وسله" نه لري او دا چې د صوبې د امنيت ښه کولو په لړ کې وفاقي ادارې هم بايد رول ولوبوي.

په مومندو کې د امن پاڅون غونډه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، د باج غوښتنې په اړه اکثر تحریک طالبان پاکستان یا پاکستانيو طالبانو ته ګوته نيول کېږي خو دی زياتوي چې په دې کار کې ځينې کورني او بهرني عناصر هم ملوث دي. "دلته روانې ترهګرۍ پراجېکټ شکل خپل کړی دی. د پېښور کاروباريان وايي چې د دوی ډیټا له اېف بي ار څخه غلا شوې، خو زه معلومات لرم چې دا کار د پاکستان له دولتي بانک (سټيټ بينک) څخه هم کېږي. زه داسې کسان پېژنم چې راته وايي، د باج لپاره ټېلېفون کوونکي زموږ په بانک اکاوټونو کې له پرتو پيسو خبر وي. هغوی ته معلومات وي چې موږ کله او څومره پيسې په خپلو اکاونټونو کې جمع کړې دي. له دې ښکاري چې بته خورو ته دا معلومات په ډېره منظمه طريقه ورکول کېږي. هسې خو بته خوري تر ډېره طالبانو پورې تړل کېږي خو زما اندازه دا ده چې په دې چارو کې له کورنيو سره سره ځينې بهرني عناصر هم شامل دي."

تحریک طالبان پاکستان په وروستیو میاشتو کې شتمنو خلکو ته د دړکو ورکولو او ورڅخه یې د باج غوښتو تورونه رد کړي ول. خو هغې ناقانونه ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته د یوشمېر بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د جون له لومړۍ نېټې راهیسې پر دوه اړخیزه اوربند سربېره بریدونه روان ول. خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونو او پوځي چارواکو په وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې وسلوال منظمېدو ته نه پرېږدې، پرضد یې اقدامات کوي او د صوبې امنیتي وضعیت نه خرابوي.

XS
SM
MD
LG