د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر وايي، د اسمبلۍ ړنګولو لپاره سبا ګورنر ته سپارښتنه کوي‌


اعلا وزیر محمود خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د عمران خان په امر د صوبايي‌ اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کوي. (انځور: ارشیف)
اعلا وزیر محمود خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د عمران خان په امر د صوبايي‌ اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کوي. (انځور: ارشیف)

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان وايي د صوبايي اسمبلۍ ماتولو لپاره به د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه ګورنر ته سپارښتنليک ولېږي.

اعلا وزیر محمود خان دا اعلان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه په یو بیان کې کړی او ليکلي یې دي چې دا اقدام به د تحریک انصاف د مشر عمران خان د امر له مخې پورته کوي.

نوموړي دا اعلان تر هغه وروسته کړی چې د جنورۍ پر ۱۵مه د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشرتابه غونډه د ویډیولینک له لارې د عمران خان په مشرۍ کې وشوه.

عمران خان د جنورۍ پر ۱۴مه د پاکستان هم نومي ټلویژن ته په مرکه کې ویلي وو چې د پنجاب اسمبلۍ د تحلیلېدو عمل تر سرته رسېدو وروسته به په یوه اونۍ کې دننه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم ړنګه شي.

په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت دی خو په پنجاب کې له پاکستان مسلم لیګ ق سره په حکومت شریک وو.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.

ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د صوبايي اسمبلي د پاکستان د ایین د ۱۱۲مې مادې له مخې ماته شوې ده. په هغه ماده کې راغلي دي چې که ګورنر د اسمبلۍ ماتولو په اړه د وزیراعلا د سپارښتنلیک تر وررسېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې اقدام و نه کړي، نو اسمبلي خپله ړنګېږي.

د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال ګورنر ته د اعلاوزیر پروېز الهي د لیک استولو ۴۸ ساعته پوره شوه.

ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې پرېکړه یې کړې چې د اسمبلۍ د تحلیلولو په بهیر کې برخه نه اخلي.

تر دې وروسته د نوموړي دفتر په بل بیان کې زیاته کړې چې اوس په کار دی چې نګران یا لنډمهالی اعلاوزیر په درو ورځو کې وټاکل شي.

کله چې اسمبلي ړنګه شي نو بیا د پخواني حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د لنډمهالي اعلاوزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او موافقه کوي. لنډمهالی حکومت بیا په درو میاشتو کې انتخابات کوي.

ټاکل شوې چې پخوانی اعلاوزیر پروېز الهي او د مخالفه ډلو مشر حمزه شهباز د نګرانې ادارې پر جوړولو خبرې وکړي.

د پنجاب اسمبلي په داسې حال کې ړنګه شوې چې پروېز الهي د جنورۍ پر ۱۲مه ګورنر ته په دې اړه سپارښتنلیک استولی وو.

نوموړي دا اقدام د جنورۍ پر ۱۲مه نیمه شپه له صوبايي اسمبلۍ څخه د باور رایې تر اخیستو وروسته وکړ خو مخالفه ډلو د اسمبلۍ له کاروایۍ پرېکون وکړ او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي ول چې د پنجاب اسمبلۍ سپیکر د اقدام پرضد عدالت ته ځي.

ده ویلي ول چې په داسې حال کې چې په دې اړه یوه مقدمه په عدالت کې روانه ده او د صوبې ګورنر د عدم اعتماد پر تحریک د رایې اچونې امر ځنډولی دی نو بیا څنګه په اسمبلۍ کې پر دې موضوع غونډه وشوه؟

مخالفه ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په ډېسېمبر کې د اسمبلۍ د تحلیلولو د مخنیوي لپاره پر پروېز الهي د بې باورۍ تحریکونه وړاندې کړي ول.

هغه مهال د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د اعتماد رایو نه اخیستو له وجې له دندې څخه د الهي د ګوښه کولو امر کړی وو خو لاهور های کورټ هغه پر خپله څوکۍ بحال کړ.

د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ ۱۲مې پر ماخوستن پر خپل رسمي ټوېټر د لیک وررسېدل تایید کړل.

عمران خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG