د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا کاروباریانو د وفاقي حکومت د کمې بجلۍ استعمال پلان رد کړ


په کراچۍ کې د پکو جوړولو يو دکان - انځور له ارشيفه
په کراچۍ کې د پکو جوړولو يو دکان - انځور له ارشيفه

حکومت وايي د بازارونو او د ودونو هالونو په وختي بندولو سره به ۶۲ اربه روپۍ بچت کېږي

په خیبر پښتونخوا کې کاروباریان د بجلۍ کم استعمال لپاره د وفاقي حکومت نوې پالیسي نه مني او صوبايي حکومت وايي‌دوی سره په دې اړه مشوره نه ده شوې.‌

وفاقي حکومت د جنورۍ په درېيمه وويل چې د بجلۍ بچت لپاره به بازارونه د ماښام اته نیمې بجې او د ودونو هالونه د شپې لس بجې بندیږي. دغه پریکړه د جنورۍ پر دريېمه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د وفاقي کابینې په غونډه کې وشوه. حکومت وايي دغه فیصله یې د بجلۍ د بچت په خاطر کړې ده. پر دې سربېره په سرکاري ادارو کې به هم د بجلي استعمال ۳۰ فیصده کمول کېږي.

په غونډه کې وویل شول چې د بازارونو او د ودونو هالونو په وختي بندولو سره به ۶۲ اربه روپۍ بچت کېږي. د وفاقي کابینې تر غونډې وروسته د دفاع وزیر خواجه اصف رسنیو ته وویل چې په پاکستان کې په ګرمۍ کې ۲۹۰۰۰ مېګاواټه او په ژمي کې ۱۲۰۰۰ مېګاواټه بجلي استعماليږي چې حکومت یې د کمولو کوښښ کوي.

د وفاقی حکومت پر دغه پرېکړه د پنجاب او خیبر پښتونخوا حکومتونو تنقید کړی دی. د پنجاب د حکومت سینیر وزیر اسلم اقبال رسنیو ته ویلي د وفاقي حکومت فیصله دوی ته د منلو وړ نه ده، د پنجاب حکومت به خپله فیصله کوي. بلخوا د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بیریسټر محمد علي سیف پر ټويټر ليکلي چې دوی په صوبه کې لا واردمخه د بجلۍ بچت لپاره ځيني ګامونه اخیستي دي. نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه یې د وفاقي حکومت د پرېکړې عملي کولو يا نه عملي کولو فيصله نه ده کړې.

د خیبر پښتونخوا تاجرانو هم دغه فیصله غندلې ده. د شبقدر بازار د دوکاندارانو د اتحادیې یو مشر تجلي نور د جنورۍ پر څلورمه مشال ریډيو ته وویل حکومت ته پکار ده چې د بجلۍ بندولو پر ځای د بجلۍ پيداوار زیات کړي. هغه وايي: "د بجلۍ بیلونه هم سېوا دي چې موږ یې نه شو برابرولی. دوی اوس وایي دوکانونه وختي بندوئ. دا زیاتی دی. البته دا خبره ده چې بجلي اوس هم د نشت برابر ده. هر دوکاندار له لمریزې بجلي کار اخلي خو د شمسي نظام بیتري سمه نه چارجيږي."

ځيني نور کاروباريان وايي د دکانونو د وختي بندولو فیصلې پخوا هم شوې دي خو ګټه یې نه ده کړې. د چارسدې ضلعې د تاجرانو د اتحادیې جنرل سیکريټري میا رحیم باچا د جنورې پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دا قسم پرېکړو نه پر کاروبار څه ښه اثر غورځولی او نه ورسره د عام ولس په ژوند کې بدلون راغلی دی: "د تاجرانو معاشي قتل له تېرو څلورو پنځوو کلونو روان دی. اوس پکې د بازارونو د ژر بدلېدو مسله راغله. موږ دې ته تيار نه يو او پر ضد به بې مزاحمت کوو."

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس پخواني مشر انجنيیر مقصود د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل هر حکومت نوې نوې تجربې کوي. هغه زیاته کړه چې اته نیمې بجې لا هم خلک سوداوې کوي نو په دغه وخت کې د دکانونو بندول تاوان لري. "کله چې د خرڅ په وخت کی دوکان بند شي نو دوکاندار به خپل اخراجات څنګه پوره کوي؟ "

XS
SM
MD
LG