د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د بجلۍ استعمال کموي


د پاکستان وفاقي حکومت اعلان کړی چې د جنورۍ له درېيمې نېټې څخه د بچت لپاره د بجلۍ استعمال ۳۰ فیصده کموي.

د جنورۍ پر درېیمه د وفاقي کابینې د غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې دغه پرېکړه په کابینه کې وشوه. هغه زیاته کړه چې په سرکاري ادارو کې به د بجلۍ پر استعمال ۳۰ فیصده کمی راوړي او په ټول ملک کې به مارکیټونه د شپې اته نیم بجې او ودونو هالونه د شپې ۱۰ بجې بندیږي.

خواجه اصف دا هم وویل حکومت د بجلۍ د بچت لپاره یو نوی پلان عملي کوي چې دې سره به نه یوازې د بجلۍ بلکې ملکي خزانې ته د ۶۰ اربو روپو بچت کیږي.

پاکستان دا وخت د بجلۍ د بحران سره مخ دی. بلخوا مشال راډيو ته په ټيليفونونو کې ځينو خلکو ويلي چې څو ساعته د بجلۍ لوډشیډنګ (برېښنایي پرچاو) وي خو بیلونه یې زیات راځي. په تېر کال کې په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ د لوډشیډنګ او د بيلونو د زیاتوالي خلاف مظاهرې هم ترسره شوې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG