د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څپریو خلک: شل ـ شل ګېنټې بجلي نه لرو


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د قبایلي ضلعې کورمې د څپریو سیمې اوسېدونکي د برېښنا له پارچاوۍ سرټکوي او له حکومته یې غوښتنه ده چې دا ستونزه دې ورته هواره کړي.

سمیع الحق د همدې کلي اوسېدونکی دی. هغه د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په ۲۴ ساعتونو کې هغوی ته یوازې دوه ـ درې ساعته بجلي پرېښودل کېږي او هغه هم په داسې حال کې چې وولټیج (زور) یې پوره نه وي.

څپري، د کوزه کورمې په حدودو کې راځي او دغې سیمې ته د ټل له بجلي ګره برېښنا ور رسېږي خو د یادې سیمې خلک د بجلیو بیلونه نه ورکوي.

د همدغې سیمې یو بل اوسېدونکی اختر منیر وايي، د ژوند هره مسله له بجلۍ سره تړلې او په کوم کلي کې چې بجلي نه وي نو د خلکو به یې څه حال وي؟ نوموړی وايي، د بجلۍ د کمبوت له وجې یې د ژوند چارې ګډې وډې شوې دي.

په ټل کې د برېښنا د ادارې یو چارواکي منظور خان د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په دې وخت کې د ټولو سیمو نه د بجلۍ غوښتنه دومره ډېره ده چې ور رسول یې ناشونې دي نو هغوی ځکه چاته په پرله پسې ډول بجلي نه شي ورکولی او پارچاوي کوي. دی وايي، په څپریو کې د بجلۍ د کمبوت مسله له تېرو درو کالو نه روانه ده او دا هله حل کېدای شي چې په ټل ګرېډ سټېشن کې یو بل فيډر هم ولګول شي.

چارواکي وايي، په کومو سیمو کې چې خلک د برېښنا بیلونه نه ورکوي، په هغو سیمو کې د واپډا محکمه کار نه کوي او په داسې کې یوازې په هغه صورت کې بل فیډر لګېدلی شي چې د سیمې منتخب غړي ورته فنډونه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د کورمې د خلکو استازي محمد ریاض د څپريو د سیمې د خلکو د ستونزو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د بجلۍ ستونزه یوازې تر دې سیمې پورې محدوده نه ده بلکې په ټوله کورمه کې خلک شکایت کوي چې د ضرورت مطابق بجلۍ ته لاس رسی نه لري. نوموړي په دې اړه د مشال راډیو نورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د کورمې په هغو سیمو کې چې خلک حکومت ته د بجلۍ بیلونه ورکوي په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۶ ساعتونو پورې له دې سهولته محرومه دي او په کومو سیمو کې چې خلک له سره بیلونه نه ورکوي، هلته تر ۲۰ ساعتونو پورې بجلي نه وي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG