د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د سیندونو اوبو د وېش پر سر لانجې پیدا شوي


ارسا وايي په پاکستان کې د سیندونو اوبو زخیره کولو اسانتیاوې نشته - انځور له ارشیفه
ارسا وايي په پاکستان کې د سیندونو اوبو زخیره کولو اسانتیاوې نشته - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د سيندونو د اوبو د وېش پر سر د صوبو او وفاق ترمنځ لانجو سر پورته کړی دی.

د سیند صوبايي حکومت پر وفاق تور پورې کړی چې ورته کمې اوبه ورکوي او بلوچستان بیا پر سیند د اوبو د "غلا" تور پورې کړی خو وفاقي حکومت وايي، د ۱۹۹۱ز کال له موافقې سره سم، ټولو صوبو ته د هغوی د برخې اوبه ورکوي.

د سيند صوبې وزير اعلا مراد علي شاه د جون پر اتمه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د سیند اوبه قبضه شوي. "موږ به دا هېڅ کله و نه زغمو، موږ به مزاحمت کوو. له سيند سره دا ډول چلند مه کوئ. ما وزيراعظم ته خط هم ليکلي، او بيا د سيند د زراعت وزير [د اباسین د اوبو د وېش ادارې یا ارسا] ته هم خطونه ليکلي دي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي. په سيند کې فصلونه تباه شول. د کروندګرو ځمکې تباه شوې. دوه پاکستانه مه جوړوئ. وفاقي حکومت د سيند خلکو ته سزا ورکوي."

خو په پاکستان کې د اباسین د اوبو د وېش ادارې (انډس رېور سسټم اتارټي یا ارسا) ویاند خالد ادریس رانا د جون پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سيند وزير اعلا دغه تورونه ردوي او وايي، د اوبو په وېش کې له هېڅ صوبې سره زياتی نه کېږي.

ده وویل، "هرې صوبې ته له موافقې سره سم اوبه ورکول کېږي. په سیندونو کې له څو ورځو راهیسې د اوبو کمی دی چې له امله يې بيا په ټول هېواد کې اوبه کمې دي."

تر نوموړي مخکې، د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزير فواد چودري هم څو ځلې د سيند حکومت تورونه رد کړي او وايي، هغې صوبې ته له موافقې سره سم، اوبه ورکوي.

خو په عین وخت کې د بلوچستان حکومت پر سيند تور پورې کوي چې اوبه یې "غلا کوي". د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني څو ورځې وړاندې په یو خبري کنفرانس کې ویلي ول چې "یوازې د مې په مياشت کې بلوچستان ته له خپلې برخې ۶۶ فيصده کمې اوبه رسېدلې وې او د اوبو د کموالي له امله فصلونو ته ډېر زیان رسېدلی."

ده دا هم وویل، په بلوچستان کې پر څه د پاسه ۵۰۰،۰۰۰ اېکړه ځمکه کښت کېږي خو اوسمهال ۷۶،۲۰۰ اېکړه شاړه پاتې ده.


خو د سيند حکومت بیا دا تور ردوي او د کرنې صوبايي وزير اسماعيل راهو د جون پر نهه مشال راډیو ته ويلي چې "موږ ته د خپلې برخې اوبه نه رارسي. موږ د بلوچستان اوبه نه دي غلا کړي. ارسا د سيند او بلوچستان اوبه غلا کوي. بلوچستان زموږ ورور دی. او په هېڅ ډول به موږ د چا په حق قبضه نه کوو."

هغه وويل په ملک کې د وریژو، مالوچو یا پنبې او ګني له فصلونو څخه یې ۳۹ فيصده يوازې سيند صوبه پیدا کوي خو د اوبو د کمي له امله په سيند کې د وریژو پیداوار ۲۰ فیصده کم شوی.

د پاکستان د موسمياتو د محکمې په وینا، دا وخت د هېواد په سیندونو کې اوبه د تېر کال پرتله له ۳۰ څخه تر۴۰ فیصده پورې کمې شوې دي.

د ارسا په وينا، دا وخت پنجاب ته ۹۰،۶۰۰کیوسکه اوبه، سيند ته ۵۴،۰۰۰ کیوسکه، بلوچستان ته ۸،۰۰۰کیوسکه او خیبر پښتونخوا ته بيا ۳،۰۰۰ کیوسکه اوبه ورکوي.

اوسمهال په اباسین، د کابل سیند، د جهلم او چناب په سیندونو کې ټولې ۱۵۵،۰۰۰ کیوسکه اوبه بهېږي. د ادارې په خبره، په ۲۰۲۰ز کال کې په یادو سیندونو کې ۲۴۹،۰۰۰ کیوسکه اوبه بهېدې.

ارسا وايي، په پاکستان کې د اوبو د زخیره کولو اسانتياوې نشته چې له امله يې هر کال په مېلینونو کيوسکه اوبه ضايع کېږي چې له وجې یې هېواد د اوبو له کمي سره مخامخېږي.

ارسا د ټولو سیندونو اوبه د ۱۹۹۱ز کال له موافقې سره صوبو ته ورکوي. په ارسا کې د پاکستان د څلور واړه صوبو استازي موجود دي چې په خپل نوبت د ادارې مشري کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG