د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: که د خیبر پښتوخوا حکومت امنيت ښه نه کړ، پر ضد یې ګامونه اخلو


مولانا فضل الرحمن د حمزه شهباز شريف او مريم نواز سره - انځور له ارشیفه
مولانا فضل الرحمن د حمزه شهباز شريف او مريم نواز سره - انځور له ارشیفه

د جمعیت علمای اسلام (ف) په بلنه د اپوزیشن بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو په پېښور کې د خیبر پښتونخوا پر امنيتي او اقتصادي حالاتو خبرې وکړي.

په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند، پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ (ن) او قومي وطن پارټۍ استازو ګډون کړی وو. د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمن ګډونوالو ته وويل چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت له وفاق سره د صوبې د مسايلو حلولو لپاره کښېناستو ته تيار نه دی. هغه زیاته کړه چې د تحريک انصاف په حکومت کې بې امني زیاته شوې، هدفي وژنې دي او خلک د پيسو لپاره تښتول کيږي.

نوموړي وويل: "موږ په روانې ناامنۍ اندېښمن يو. د خیبر پښتونخوا حکومت نااهله دی او حالات یې له خرابې پالیسيوو له وجې بدتره شوي دي. موږ د پاکستان تحريک انصاف حکومت ته خبرداری ورکوو چې د امن ساتلو لپاره ژر کوټلي ګامونه واخلي. که په دې برخه کې حکومت خپله کارکردګي بهتره نه کړي نو د صوبې اپوزیشن ګوندونه به یې په خلاف سختو ګامونو اخیستو ته مجبوره شي."

د يادونې ده چې د مولانا فضل الرحمن ګوند، چمعيت علمای اسلام د مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټۍ او ځينو نورو ګوندونو سره د اوسني وفاقي ايتلافي حکومت برخه دی. دې غونډې ته په خیبر پښتونخوا کې واکمن، پاکستان تحريک انصاف څوک نه وو ورغوښتل شوي. په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام (ف) وياند مولانا جليل جان د دیسمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته ويلي وو چې له تحريک انصاف یې ځکه څوک نه دې ورغوښتي چې هغوی د حکومت په توګه ناکامه دي.

خو د خيبر پښتونخوا حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف مشال راډيو ته ويلي چې که جمعيت علمای اسلام (ف) د خیبر پښتونخوا په اړه اندېښنه لري، نو په وفاق کې دې په حکومت کې خپلو شريکوالو ته ووايي چې صوبه پردۍ نه ګڼي. هغه زياته کړه چې اوس هم وفاق له خیبر پښتونخوا د بجلۍ، ترقیاتي کارونو او قبايلي ضلعو د کارونو په لړ کې قرضداره دی.

هغه زیاته کړه: "مولانا صیب (مولانا فضل الرحمن) په وفاقي حکومت کې ناست دی. وزيران پکې لري. خپل ځان ته د ګوتې نيولو پر ځای پر صوبايي حکومت نیوکې کوي. دا هسې ځان ته د پام ورګرځولو بیانونه دي. دوی دې له مرکزي حکومت د دې صوبې پيسې راوړي چې ترقياتي کارونه هم پرې وشوي او امنيت هم پرې برابر کړو." سيف تر دې مخکې هم مشال راډيو ته ويلي چې خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پوره وسايل نه لري.

په پېښور کې په دې ګڼ ګونديزه غونډه کې برخه اخیستونکي، د عوامي نېشنل ګوند يو مشر، شاهي خان شيراني مشال راډيو ته وويل چې پکار ده تحريک انصاف او وفاق خپل اختلافات يو اړخ ته کړي او د خيبر پښتونخوا د امن لپاره شريک کار وکړي. نوموړي زياته کړه: "وفاق هم مبرا نه دی. پښتانه نور د ناامنۍ ظلم زغملو ته تيار نه دي. نوره دنيا د نوي کال جشنونه لمانځي او موږ په سولې پسې ژاړو. خو زه هيله من یم چې دا سم غونډې او جرګې به د امن لپاره ګټورې تمامې شي."

XS
SM
MD
LG