د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر ملاګوري تحصیل خلک وايي، حکومت ورته پام نه کوي


ځايي ولس وايي د دوی سیمه له تیرې اوږدې مودې راهیسې ډېر محرومه ساتل شوي.
ځايي ولس وايي د دوی سیمه له تیرې اوږدې مودې راهیسې ډېر محرومه ساتل شوي.

د خیبر لرې پرتې سیمې ملاګورو تحصیل اوسېدونکي شکایت کوي چې د پرمختیایي کارونو د ویش په وخت دوی ته څوک پام نه کوي.

دوی وایي، دغه سیمه د جمرود بازار شمال خواته په ۲۰ کلومیټرۍکې پرته ده، چې یوه پوله یې د پېښور له ورسک سره او بله د لنډي کوتل تحصیل شلمان سره لګیدلې چې شاوخوا ۶۰ زره ابادي لري.

د ملاګوري قومي اتحاد مشر محمد سجاد خان مشال راډیو ته وایي: "له تیرې اوږدې مودې راهیسې ډېر محرومه ساتل شوي یو اوبه چې د ژوند بنیادي ضرورت دی دا هم نه شته، په ۷۲ کاله کې دا مسله حل نه شوه، دلته د سکولونو او کالجونو کمی دی، پرمختیایي پروژې نه راکوي، ورسک ډیم زموږ پر ځمکو جوړ شوی، زموږ ۴۰ فیصده رایلټي جوړېږي خو څوک یې نه راکوي."

سبز علي ملاګوري وایي،" د پاکستان له جوړېدو راهیسې دلته چا د خلکو ستونزو ته پام نه دې کړې، دوه میله کې مو ښځې اوبه په سرونو راوړي، بجلي نه شته، سرکونه کنډکپر دي، د سیمې ماشومان ښونځي ته له یوې مخې ۱۳ کلومیټره مزل کوي او بیا چې کورونو ته راستېږي نو هم دومره مزل نور کوي نو په داسې حالت کې به تعلیم څنګه حاصل کړي."

فعال زاهد ملاګوري وایي،"د فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو باوجود راته څه مراعات را نه کړای شول، موږ هیله من وو چې څه بدلون به راشي خو نه تیر نظام پاتې شو او نه په دې نوي نظام کې څه شته، له دې اندازه واخلئ چې په ټول ملاکوري تحصیل کې یو مډل سکول دې او د نجونو سکولونو هم ډېر کمې دې،په ۲۰۲۱ز کال کې هم خلک پکې اوبه، تعلیم او صحت غواړي."

د خیبر ۱۰۵ حلقې صوبایي اسمبلۍ لپاره منتخب شوې غړې شفیق شیر اپرېدی وایي، موږ په لومړي ځل ملاګورو سیمه د پرمختیایي کارونو په فهرست کې شامله کړه او هلته به یو شمېر کارونه تر سره شي.

"په ۲۰۲۰-۲۱ کالني پرمختیایي پروګرام کې مې ورله لږ تر لږه شپږو څخه تر اتو پورې اوبو سکیمونه شامل کړل، پر هر یو سکیم به له ۶۰ څخه تر ۸۰ لکو پورې خرچه راځي، دا هڅې اعلانونه نه دي بلکې دا منظور شوي لږ تکینیکي کار پکې پاتې دې ډېر ژر به ترې ملاګوري استفاده واخلي، شیر برج په سیمه کې د نجونو ښونځي جوړوو، له شاګۍ څخه تر لوړې مینې پورې سرک هم ما منظور کړې، د ورسک ډیم په رایلټي مې هم د اسمبلۍ په فلور خبره کړې چې دې سیمې خلکو ته دې ترې ۴۰ فیصده خپله برخه ورکړل شي."

صوبايي حکومت ویلي چې په قبایلي ضلعو کې به د ۱۰ کلن پرمختیایي پلان لاندې سالانه ۱۰۰ اربه روپۍ خرچ کولای شي او هلته به په مرحله واره توګه نوې ورغځول شوې ولسي ادارې خپل خپل کار پیلوي.

XS
SM
MD
LG