د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتي ټاکنو لپاره د نېټو وړاندیز کړی


دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې د مقامي حکومتونو موده د ۲۰۱۹م کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې وه. 
دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې د مقامي حکومتونو موده د ۲۰۱۹م کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې وه. 

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي صوبايي کابينې د ۲۰۲۱م کال په سیپټمبر میاشت کې د بلدیاتي ټاکنو کولو منظوري ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې د مقامي حکومتونو موده د ۲۰۱۹م کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې وه.

د ۲۰۱۷م کال د انتخاباتي قانون له مخې د مقامي حکومتونو د مودې تر پوره کيدو وروسته به د ایین د ۱۴۰ مې مادې له مخې به پر انتخاباتي کميشن دا لازمه وي چې په ۱۲۰ ورځو کې نوې ټاکنې وکړي.

د یادې مادې له مخې، هره صوبه باید په دومره موده کې د قا نوني تقاضو مطابق د بلدیاتي حکومتونو نظام قایم کړي ، سیاسی،انتظامي او مالي اختیارات د مقامي حکومتونو منتخب استازو ته حواله کړي.

د ساينس او ټيکنالوجۍ صوبايي وزیر ضیا الله بنګش د اپرېل پر دریمه مشال راډیو ته وويل چې دوی ته د روان کال د اپريل په میاشت کې د بدلیاتي ټاکنو کولو وړانديز شوی وو خو د ده په وینا، د نوي نظام له مخه د حلقه بندیو کار مکمل نه وو نو صوبايي کابینې انتخاباتي کمیشن ته د سپیټمبر د میاشتې ممکنه نيټې ورکړې دي.

ده وویل، "صوبايي حکومت ممکنه نيټې اليکشن کمیشن ته ورکړې دي اوس به انتخاباتي کمیشن د نيټو په لړ کې پریکړه کوي، کابینې د سيبتمبر دريمې نه تر پنځلسمې نيټې ورکړې دي ، اوس به انتخاباتي کمیشن د حتمې نيټو اعلان کوي."

د خيبر پښنونخوا د انتخاباتو کميشن وايي چې د ۲۰۱۷م کال د قامي سر شميرنې د رسمي حکم نامې په سر د سیند او خيبر پښتونخوا صوبو د اعتراضاتو نه پس د بلدیاتي ټاکنو لپاره د حلقه بندیانو عمل تر نا مالومې مودې ځنډيدلی دی.

د انتخاباتو د صوبايي کميشن ویاند سهيل احمد د اپرېل پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د صوبايي حکومت لخوا د بلدیاتو ادارو د نوي طرحې مطابق يې د ضم شوو ضلعو تر څنګ په لويو ښارونو کې د حلقه بندیو کار پیل کړی وو خو اوس دغه عمل ځنډول شوی دی.

د پاکستان د سرشميرنې یا مردم شمارۍ د ادارې چيف کمشنر اصف باجوه د اپرېل پر دریمه مشال راډیو ته وويل چې د ۲۰۱۷م کال د مارچ په میاشت کې د سرشمیرنو ایيني عمل شروع شوی وو د هغې بهیر اییني حتمې نتيجه د سرکاري نوټيفيکيشن په صورت کې رابرسیره کيدل د وفاقي حکومت زمه واري ده او د ولس حق دی.

د خيبر پښتونخوا د بلدیاتو د ادارې د يو راپور له مخه د ۲۰۱۹م کال نه تر ۲۰۲۱کال پورې په صوبايي بجټ کې ۱۱۷ اربه روپۍ د بلدیاتي حکومتونو په موجودګۍ کې ترقیاتي منصوبو لپاره ورکول کيدې ، خو د منختب بلدیاتي حکومتونو د نشت والي له وجې ولس له دې اربونو روپیو له ګټې بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG