د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر د بلدیاتي ادارو منتخب استازي د پرمختیايي چارو لپاره پیسې غواړي


په خيبر پښتونخوا کې وروستي بلدياتي انتخابات په دوو پړاوونو کې وشول چې وروستی يې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه نېټه بشپړ شو - پخوانی انځور.
په خيبر پښتونخوا کې وروستي بلدياتي انتخابات په دوو پړاوونو کې وشول چې وروستی يې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه نېټه بشپړ شو - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې د بلدیاتي ادارو منتخب استازي وايي چې د انتخاباتو څه د پاسه شپږ میاشتې پوره شوې خو تر اوسه ورته حکومت د پرمختیايي کارونو لپاره پيسې نه دي ورکړې.

د باړې تحصیل منتخب چېرمېن مفتي محمد کفیل اپرېدي د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د نورو سیمو په نسبت د باړې خلک پرمختیايي کارونو ته ډېره اړتیا لري خو له دوی سره لا هم بجټ نشته. "کورونه، سکولونه، هسپتالونه او لارې کوڅې ویجاړې دي. د ترهګرۍ پر ضد پوځي عملیاتو له وجې د دې سیمې خلک ډېر متاثر شوي او د پرمختیايي کارونو لپاره له موږه ډېر امېدونه لري خو له موږ سره فنډ نشته نو ځکه خلک له بلدیاتي نظامه هم ډېر مایوسه دي."

نوموړی زياتوي چې مرکزي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډېدو پر مهال قبايلي سيمو ته تر یوې لسیزې پورې هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکولو ژمنه کړې وه، خو د ده په وينا، هغه هم نه ده پوره شوې.

د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن په صوبه کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات کړي ول چې په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ ضلعو، پېښور، بونېر، صوابۍ، نوښار، کواټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هريپور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول.

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه بيا د بلدیاتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د صوبې په پاتې ۱۸ ضلعو یعنې شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه، اورکزي، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګله، ملاکنډ، اېبټ اباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، بر چترال، کوز چترال، بر کوهستان، کوز کوهستان او کولايي پالس کې ټاکنې وشوې.

په خیبر ضلع کې په ۱۴۷ یونین کونسلونو کې ۱،۰۳۲ کونسلران او درې تحصیل چېرمېنان منتخب شوي دي.

د لواړګي (لنډي کوتل) تحصيل د میونسپل انتظامیې مشر شهباز خان د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۰۲۲ ــ۲۰۲۳ز مالي کال بجټ منظور کړی نو هیله ده چې په روانه جولای میاشت کې د خیبر ضلعې بلدیاتي استازو ته فنډونه جاري شي.

دا لومړی ځل دی چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي او هغوی خپل استازي منتخب کړي دي. د پخوانۍ فاټا اووه سيمې د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې د ۲۵م اييني بدلون تر منظورۍ وروسته په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې شوې.

هغه وخت د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی وو چې د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره به د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) له پيسو څخه تر یوې لسیزې پورې هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي. خو اوس وفاقي حکومت وايي چې سیند او بلوچستان صوبې قبایلو ته د خپلې ونډې پر پيسو ورکولو لا نه دي سلا شوي ځکه دا کار ځنډېدلی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د روان (۲۰۲۲ز) کال په اپرېل مياشت کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ټینګار کړی چې د قبایلي سیمو پرمختیا ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG