د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر باړې کاروباریان د قلنګ غوښتونکو له ګواښونو په اندېښنه کې دي


د خيبر دراوزه
د خيبر دراوزه

د خیبر سو داګر وايي نامعلومه خلک ورته ټيليفونونه کوي او قلنګونه یا بتې ترې غواړي. د دوی په خبره د پیسو نه ورکولو په صورت کې په مرګ ګواښل کيږي نو ځکه له حکومته د امنيت غوښتنه کوي.

د باړې سوداګرو اتحادیې یو مشر ایاز وزیر د مې په ۲۲مه مشال ريډیو ته وويل چې نيږدې هر دکاندار ته ټيليفون کيږي چې پیسې ورکړي. هغه زیاتوي: "ډيرې پیښې رامنځ ته شوې چې خلکو ته فون وشي چې بته یا قلنګ راوړه. له دوه کروړه څخه پینځه کروړه روپۍ غوښتل کیږي."

هغه زیاته کړه چې د خيبر ډپټي کميشنر او ډي پي او ته یې لیکلي درخواستونه ورکړي چې د سوداګرو مال او ځان خوندي‌کړي خو په وينا یې لا هم ډاډه نه دي. وزير وويل چې خلکو له اوږدې بدامنۍ وروسته ايله دکانونه جوړ او کاروبار روان کړی خو دې ګواښونو تول اندېښمن کړي دي. موږ نه غواړو چې یو ځل بیا د ۲۰۰۹ کال غوندې بد امني، د خلکو تښتول او بتې اخیستل پیل شي.

حکومتي چارواکي وايي دوی د خلکو له ستونزو خبر دي او کوښښ کوي چې خلکو ته د امنيت پوره پوره ډاد ورکړي. د همدې موخې لپاره د مې په ۱۹مه، د خيبر ضلعې پولیسو يوه غونډه هم رابللې وه. په دې غونډه کې د ټولې ضلعې پولیس حاضر وو.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران په جمرود لیویز مرکز کې دغو پولیسو ته په وینا کې ویلي وو چې د ولسي وګړو د ځان او مال حفاظف لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي او په قلنګ غوښتنکو سربیره دې د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس لرونکو پر ضد هم سخته کاروايي وکړي.

په باړه کې ۲۰۰۸ کې یو شمیر وسلوالو ډلو بریدونه زیات کړي وو چې وروسته یې پوځ په خلاف عمليات وکړ. په ۲۰۱۶ کال کې له ختمو شويو دې عملياتو په مهال په زرګونو خلک بې کوره شوي وو چې په ۲۰۱۸ کال کې د امن تر بهتريدو وروسته خپلو سیمو ته ستانه شول.

XS
SM
MD
LG