د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ضلع کې د پولیسو پر پوسته برید شوی دی


د ۲۰۱۴ز کال کې په کلاچي د بريد انځور
د ۲۰۱۴ز کال کې په کلاچي د بريد انځور

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپریدي ويلي چې د نومبر پر ۲۳مه شپې مهال د باړې په اکاخېلو کې نامعلومه وسله والو د پوليسو پر پوسته بريد کړی دی.

نوموړي د نومبر پر ۲۴مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې په حمله کې هېڅ ځاني زیان نه دی رسېدلی البته د پوستې ودانۍ زیانمنه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې پر دې مهال پولیسو پر وسله والو ځوابي ډزې وکړې او هغه يې تېښتې ته اړه کړل. ظهير اپريدی وايي چې د وسله والو د نيولو لپاره يې په یوشمېر کلیو کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د خیبر ضلعې د پولیسو مشر محمد عمران هم نن (نومبر ۲۴مه) د پوستې دوره کړې او هوډ يې ښودلی چې د ککړو کسانو پرضد به کاروایي کوي. په دې وروستیو کې د خیبر ضلعې په جمرود، باړه او ځینو نورو سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG