د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د نشنل ایکشن پلان نوې بڼه راوړي


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پېښور د ارمي پبلک سکول د غميزې په يادولو سره د اتوار پر ورځ پر ټوېټر په خپل يو پيغام کې وويل، د هېواد حکومت او ولس پر قامي، سيمه ييز او نړيوال کچ د امن لپاره کار ته ژمن دي.

نوموړي زياته کړه چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ د بشپړې خاتمې لپاره تر ټولو غوره لار د تعليم هغه ده.

د ۲۰۱۴ م کال د دسمبر پر ۱۶مه د تحريک طالبان پاکستان وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول بريد وکړ او ټول ۱۴۴ کسان، چې زياتره يې ماشومان ول، ووژل.

د وخت حکومت د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې د ترهګرۍ پېښو د مخنيوي لپاره قامي ايکشن پلان جوړ کړ.

د هېواد دننه د وسله والو پټن ځايونه په نښه کول او پر مرکزي او صوبايي کچ د امنيتي همکاريو سېوا کول د قامي ايکشن پلان د مهمو هدفونو په توګه وټاکل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان مرکزي حکومت په پام کې لري چې نيشنل ايکشن پلان ته بيا کتنه وکړي او يوه نوې بڼه يې مخې ته راوړي. اوس پوښتنه دا ده چې حکومت ولې دې کار ته اړ شو؟

په پېښور کې مشر خبريال او د چارو شنونکی رحيم الله يوسفزی وايي، تېر څلور کاله پر ترهګرۍ ضد قامي ايشن پلان، هغه رنګ چې لازمه وه، عمل و نه شو.

د نوموړي په خبره، که حکومت نوی پلان راوړي نو بايد د رياست د ټولو ادارو رول ته پکې وکتل شی او شته نيمګړتياوې يې له منځه يوړل شي.

رحيم الله يوسفزي وویل ،“عمومي رایه دا ده چې پر پلان په سمه توګه عمل نه دی شوی. نوی حکومت به حتماً غواړي چې خپله پالېسي راوړي.”

د ده په وینا ،پاکستان چې کله پلان جوړاوه نو ۱۳ کاله يې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کړې وه. ځينې خلک دا پوښتنه هم کوي چې واقعي يو پلان پکار هم دی او که نه، او يا دا چې پلان جوړول به کومه ګټې ولري؟

دهزیاته کړه ، “ زه وايم چې د پاکستان د وسايلو په پام کې نيولو سره يو قابل عمل پلان بايد مخې ته راشي. زموږ پوليس، استخباراتي ادارې او بانکونه، دا ټول په پلان کې خپلې برخې لري. دوی بايد خپلې تېروتنې معلومې کړي او د پلان اړوند چارې په صحيح توګه مخ ته يوسي.”

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې هم پرون پر ټوېټر په خپل يو بيان کې د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه په حواله وويل، دی د ارمي پبلک سکول د شهيدانو ارواو ته دعا او د وژل شويو ماشومانو مياندو او پلرونو ته سلام وړاندې کوي.

د باجوه په حواله همداراز زياته شوې چې پوځ به د هېواد د امن لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

د پېښور پوهنتون يو پخوانی استاد او د چارو شنونکی اعجاز خټک وايي، تر هغې چې د پاکستان رياست د ترهګرۍ په اړه خپله نظريه نه وي بدله کړي، ايکشن پلانونه کار نه ورکوي.

اعجاز خټکد پاکستان واکمنو ته په اشاره وویل ، “ته چې ترهګرۍ ته له کومې نظريې او زاويې ګورې، او په هغې کې دې بدلون نه وي راوړی، هېڅ رقم پلان هم ګټه نه لري.”

ده وویل ، “ د سياسي نظام پياوړتيا ته کار پکار دي، په تعليمي نظام کې اصلاحاتو ته اړتيا ده. د هېواد دننه د ادارو ترمنځ د اختيار جګړې دي. پېښو ته ستا سياسي اپروچ به ستا ايکشن ته يوه لار برابروي. دا شيان څلور کاله مخکې هم واضح نه ول، اوس هم نه دي. له داسې يوه پلانه چې حکومت يوازې خبرې پرې کوي او عمل پرې نه کوي، د ښې تمه کول عبث دي.”

د پاکستان په رسنيو کې د هېواد د داخله چارو وزارت په حواله په خپرو شويو خبرونو کې راغلي چې حکومت په پام کې لري په ترهګرۍ ضد نوي قامي ايکشن پلان کې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي لپاره يوه بېله اداره جوړه کړي.

په هم دې اړه د ياد وزارت په کارونو کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) جوړښت ته بيا کتنه او د هېواد پر سرحدونو او هوايي ډګرونو د پيسو د قاچاق د مخنيوي لپاره هڅې کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG