د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د پوځ یو حوالدار او یو مشکوک وسلوال وژل شوی


په شمالي وزیرستان کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه د وسلوالو بریدونو بیا پیلولو اعلان وکړ. پخوانی انځور
په شمالي وزیرستان کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه د وسلوالو بریدونو بیا پیلولو اعلان وکړ. پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې په وسلواله نښته کې د پوځ یو حوالدار او یو مشکوک وسلوال وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) بېګا (د نومبر پر ۳۰مه) په بیان کې ویلي دي چې نښته پرون د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې شوې ده. پوځ وايي، وژل شوی مشکوک وسلوال د "امنیتي ځواکونو پرضد په ترهګرو فعالیتونو" کې ککړ وو خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه مشکوک وسلوال د کومې ډلې غړی وو ځکه چې په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان او ورڅخه د جلا شویو وسلوالو په ګډون یوشمېر ډلې فعاله دي.

پوځ په بیان کې زیاته کړې چې تر نښتې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي وزیرستان کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه د وسلوالو بریدونو بیا پیلولو اعلان وکړ.

د پاکستان حکومت او هغې ناقانونه ډلې د جون پر لومړۍ نېټه دوه اړخیز اوربند غځولی وو خو پر دې سربېره په اوړي کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه.

صوبايي حکومت وايي، په ټولو ضلعو کې یې امنیتي اقداماتو او عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG