د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان کې ۲ ټريفيک پوليس وژل شوي دي


په ډېره اسماعيل کې خان کې وژل شوي ټريفيک پوليس والا
په ډېره اسماعيل کې خان کې وژل شوي ټريفيک پوليس والا

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي په ډېره اسماعيل خان کې دوه ټريفيک پوليس والا وژل شوي او په صوابۍ کې د عوامي نېشنل ګوند يو سياستوال په بريد کې زخمي شوی دی.

د ډېره اسماعیل خان پولیسو لخوا مشال راډيو ته ليږل شوي معلومات ښيي چې دا پېښه د جولای په پينځمه سهار نهه نیمې بجې هغه وخت وشوه چې کله پر موټرسایکل سپرو دوو نامعلومو وسلوالو پر ډیوټۍ ولاړو دوو سپاهیانو ډزې پیل کړې.

د ډېره اسماعیل خان په بیړنیو حالاتو کې مرسته کونکې ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ ترجمان اعزاز محمود مشال رېډیو ته وویل چې وژل شوي کسان عام ټريفيک پولیس والا وو. نوموړي زیاته کړه: " وژل شوي کسان چې نومونه یې شوکت او حبیب الله وو. په خپل کار کې بوخت ول. دوی د ټريفيک ولا پوليس وو او د ډېره اسماعیل خان په سبزې منډۍ کې یې کار کاوه."

د دغه پېښې زمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې. له دې وړاندې د روان کال په اپریل میاشت کې هم په ډېره اسماعیل خان کې دوه سرکاري افسران وژل شوي وو.

هغه مهال، د ریسکيو ۱۱۲۲ ويلي‌ وو چې د اپریل پر ۱۸مه د ډېره اسماعیل خان په درابن بای پاس سیمه کې وسله والو د ایکسایز (محصولاتو) او نارکاټیکس (د منشیاتو کنټرول محکمې) دوه افسران وژلي وو. د اپریل د میاشتې د دغه برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بلخوا د جولای په څلورمه د عوامي نیشنل ګوند د صوابۍ ضلعې یو ځایي مشر محمد اشفاق ایډوکېټ په یو وسلوال برید کې سخت ژوبل شوی دی. دې ګوند دا حمله غندلې او له پوليسو يې د بريدګرو د نيولو غوښتنه کړې ده.

محمد اشفاق د صوابۍ ضلعې د رزړو تحصیل مشر دی او د پېښور های کورټ وکیل دی. د پولیسو ترمخه پر هغه دغه وسلوال برید پرون (جولای څلورمه) په رزړو کې د خپلې حجرې مخې ته شوی دې. د هغه د ګوند ملګرو ویلي چې نوموړی دا وخت د مردان په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

محمد اشفاق د خدای خدمتګار د یو پخواني مشر زوار خان بابا زوی دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی هم دی. پر هغه د حملې زمه واري لا هم چا نه ده منلې.

له دې وړاندې هم په ۲۰۱۶کال کې د عوامي نیشنل ګوند د صوابۍ ضلعې یو ځایي مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی شعېب خان د نامالومو وسلوالو په ډزو کې وژل شوی وو. د پولیسو ترمخه پر هغه هم برید د نوموړي په حجره کې دننه شوی وو.

XS
SM
MD
LG