د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان کې ۲ سرکاري افسران وژل شوي دي


د هغو دوو افسرانو مړي چې په ډېره اسماعيل خان کې وژل شوي دي
د هغو دوو افسرانو مړي چې په ډېره اسماعيل خان کې وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي په ډېره اسماعيل خان کې دوه سرکاري افسران وژل شوي دي.‌

په بېړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ادارې، ریسکيو ۱۱۲۲ ويلي‌ چې اپریل پر ۱۸مه د ډیره اسماعیل خان په درابن بای پاس سیمه کې وسله والو د ایکسایز (محصولاتو) او نارکاټیکس (د منشیاتو کنټرول محکمې) دوه افسران وژلي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د امدادي ادارې ۱۱۲۲ ویاند اعزاز محمود د اپریل پر ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل چې وژل شوي کسان رخسار خان او وسیم سجاد نومېده او دواړو د سب انسپکټر په دنده کار کاوو.

د دې برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG