د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې ټرافيکي پېښه: ۱۰ کسان وژل شوي، ۳۳ ژوبل


پاکستان کې د ځينو سړکونو خراب حالت، د ګاډو تخنيکي ستونزې او ډرايورانو بې احتياطي د ټرافيکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي. پخوانی انځور
پاکستان کې د ځينو سړکونو خراب حالت، د ګاډو تخنيکي ستونزې او ډرايورانو بې احتياطي د ټرافيکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درازنده مغل کوټ سیمه کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۳ ژوبل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان انتظامي چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې پېښه پرون (د اکتوبر پر درېيمه) مازيګر په شمبه ژرنده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په کجورو (خورما) بار یو ټرک د کوچيانو په کډو بار يوه ټرېکټر ټرالۍ سره ټکر شو.

چارواکي زياتوي چې دا پیښه د ټرک د برېکونو کار پرېښودو له کبله رامينځ ته شوه.

په ډېره اسماعیل خان کې د ژغورونکې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند اعزاز محمود پرون ناوخته مشال راډیو ته ويلي چې د دوی امبولانسونو د پېښې له ځايه ۱۰ مړي او ۳۳ ژوبل شوي کسان د درازندې او ډېره اسماعيل خان روغتونونو ته ورسول.

د نوموړي په وينا په مړيو کې شپږ ښځې او څلور نارينه شامل دي.

ضلعي انتظامیه وایي چې مړه او ژوبل زیاتره افغان کوچیان دي چې له بلوچستان صوبې څخه يې په ټرېکټر ټرالۍ کې له خپلو کورنيو سره يو ځای د پاکستان د ګرمو سيمو پر لور سفر کاوه.

د مغل کوټ سیمې پر دغه سړک د روان ۲۰۲۲ز کال د جولای پر درېيمه د سورلو يو بس يوې ژورې کندې ته لوېدلی وو چې ۲۰ مساپر پکې وژل شوي ول.

د بلوچستان زياتره خلک د مغل کوټ پر لاره خيبر پښتونخوا او اسلام اباد ته سفر کوي.

پاکستان کې د ځينو سړکونو خراب حالت او د ګاډو تخنيکي ستونزې د ټرافيکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي. پر دې سربېره چارواکي د ډرايورانو بې احتياطي هم د ټکرونو لوس سبب ګڼي.

XS
SM
MD
LG