د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېره اسماعيل خان پوليس ادعا کوي چې دوه ځانمرګي بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي


د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې تر دې وړاندې هم ځانمرګي بريدونه شوي دي ــ پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې پولیسو ادعا کړې چې دوه ځانمرګي بريدګر يې هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي دي.

د دې ځای د پولیسو مرستيال مشر ډي اېس پي عدنان خان نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) مشال راډيو ته وويل چې دغو مشکوکو کسانو غوښتل چې د شېخ يوسف اډې سيمې سره نيږدې د امن کمېټۍ پر دفتر بریدونه وکړي خو د دفتر ساتونکي پرې مخکې شول او هغوی یې ووژل.

پولیسو دا نه دې ويلي چې دغه مشکوک کسان د کومې وسله والې ډلې غړي دي خو د ځايي امن کمېټۍ يو مشر سراج خان مشال راډيو ته وويل چې دا بریدګر د تحريک طالبان پاکستان غړي ول. د هغه په خبره د حمله کوونکو هدف د ډېره اسماعيل خان د امن کمېټۍ مشر نور عالم وو خو هغه ته څه زیان نه دی رسېدلی.

تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG