د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د ورک انجینر موندلو لپاره پرلت دوام لري


د درازنده پرلت ته د شېرانیو لسګونه مشران ورغلي دي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.
د درازنده پرلت ته د شېرانیو لسګونه مشران ورغلي دي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درازنده کې د شېرانیو قوم لسګونه وګړو پر درېیمه ورځ هم احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی او له انتظامیې غواړي چې د هغه کس پته دې ولګوي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې وسلوالو تښتولی وو.

د پرلت ګډونوالو د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو انصاف شاه شېرانی د سېپټېمبر پر ۲۹مه له ټانکه تښتولی وو خو تر اوسه یې د مړي، ژوندي هېڅ پته نه ده لګېدلې.

د ټانک پولیسو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې انصاف شاه او د دوو نورو انجینرانو د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړول چې وسلوالو وتښتول.

د اتوار پر ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ناستې ته ورغلی وو او ورته یې په وینا کې وویل چې د شاه تر معلومېدو پورې به پرلت ته دوام ورکوي.

په درازنده کې د غورځنګ مشر نذیر افغان مشال راډیو ته وویل چې له انصاف شاه سره "د پنجاب اوسېدونکي دوه انجینران هم اغوا شوي ول. هغه راخلاص شول خو د انصاف شاه تر اوسه پورې د مړه او د ژوندي پته نه شته."

ده وویل، پرلتوال "دوه غوښتنې" لري. اول، که انصاف شاه ژوندی وي، نو حکومت دې یې له تښتوونکو ازاد کړي او کورنۍ ته دې یې وسپاري او دویم دا چې که ژوندی نه وي، نو انتظامیه دې یې جسد پیدا کړي او کورنۍ ته دې یې وسپاري.

د شېرانیو یو مخکښ پرلت ته د وینا پر مهال - د ډېسېمبر څلورمې انځور.
د شېرانیو یو مخکښ پرلت ته د وینا پر مهال - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

د ډېره اسماعیل خان انتظامي مشر انعام وزیر د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، له پرلتوالو سره یې دوه ځلې مذاکرات کړي دي او ورته یې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ. دی وايي، په یوه اوونۍ کې به د انصاف شاه په اړه معلومات وکړي.

البته د استخباراتي ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه وسلوالو په ټانک کې د یوې ناحکومتي ادارې درې انجینران تښتولي ول او د اکتوبر پر ۱۶مه یې د حسن او نوید په نوم دوه انجینران خوشې کړل.

دی د استخباراتي معلوماتو پر اساس وايي چې وسلوالو ښايي انصاف شاه "وژلی" وي خو مړی یې لا چارواکو ته نه دی سپارلی.

هلته د درازنده پرلتوالو ګواښ وکړ چې که حکومت ورته د ډېسېمبر تر پینځمې پورې د انصاف شاه په اړه معلومات ور نه کړل نو بیا به د احتجاج په توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترمینځ لویه لاره وتړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG