د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان لسګونه زره کورنۍ د ړنګو او زیانمنو کورونو تاوانونه غواړي


د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د تاوانونو ترلاسه کېدو لپاره څو ځلې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د تاوانونو ترلاسه کېدو لپاره څو ځلې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو مشران وايي، د پاکستان حکومت لسګونه زره کورنیو ته په ۲۰۰۹ز کال کې د پوځي عملیاتو او نښتو پر مهال د ړنګو شویو کورونو تاوان نه دی ورکړی.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد نړیوالې جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا په ټولو قبایلي ضلعو او یوشمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې یې مېلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونه خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

اسلام اباد تر عملیاتو او خپلو کلیو ته د خلکو تر ستنېدو وروسته د بحالۍ چارو او اغېزمنو ته د تاوانونو ورکولو بهیر ته دوام ورکړی دی خو د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو مشران وايي، ګڼې کورنۍ لا هم له مالي مرستو بې برخې دي.

دوی د نومبر پر ۲۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې که حکومت یې غوښتنه پوره نه کړه نو په ډېسېمبر کې پراخې مظاهرې پیلوي.

د سروکۍ تحصیل یوه مخکښ فعال شاه فیصل غازي وايي، په ۲۰۰۹ز کال کې تر راه نجات عملیاتو ختمېدو وروسته ورسره حکومت ژمنه کړې وه چې د ړنګو کورونو مالکانو ته به څلور، څلور لکه او د زیانمنو کورونو اوسېدونکو ته به دوه، دوه لکه روپۍ ورکوي.

دی وايي، له هغې مودې راهیسې په څه د پاسه یوه لسیزه کې له خلکو سره مرستې شوې دي خو د مسیدو سیمو ۵۷،۰۰۰ کورنۍ لا هم له مرستو بې برخې دي.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر وايي، په هغه ضلع کې خلکو ته د تاوان ورکولو بهیر روان دی.

فرحان خان د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، لسګونه زره کورنیو ته یې د تاوان چېکونه ورکړي دي. "موږ تقریباً ۴۸،۰۰۰ چېکونه ترلاسه کړل. هغه مو تقسیم کړل. اوسمهال له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۰ پورې چېکونه راسره پاتې دي، دا هم هغه کسان دي چې زموږ پر بیا بیا اعلانونو [سربېره] نه حاضرېږي چې ور و یې سپارو. له دې معلومېږي چې هغه کسان یا خو وفات شوي دي او یا له بلې وجې مرستې ترلاسه کولو ته نه حاضرېږي."

خان وايي چې انتظامیې په اغېزمنو سیمو کې سروې یا نظرپوښتنه کړې او د ۵۷،۰۰۰ کورنیو د تاوانونو په اړه یې پېښور ته معلومات استولي دي.

دی زیاتوي چې د صوبايي حکومت تر منظورۍ وروسته به اغېزمنو کورنیو ته د ړنګو یا زیانمنو کورونو تاوانونه ورکول پیل کړي.

البته دا یوازې جنوبي وزیرستان نه دی بلکې د ګاونډي شمالي وزیرستان په ګډون د شاوخوا ټولو ضلعو اوسېدونکو د تاوانونو او مرستو ترلاسه کولو لپاره مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG