د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي او شمالي وزیرستان کې د سرتېرو او وسلوال د وژل کېدو ادعا شوې دي


د پاکستان يو عسکر پر غلام خان پوله ولاړ دی. پخوانی انځور
د پاکستان يو عسکر پر غلام خان پوله ولاړ دی. پخوانی انځور

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د درې سرتېرو او يوه وسلوال د وژل کېدو ادعا شوې ده.

د پاکستان استخباراتي چارواکو چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه لیکلو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د ډېسېمبر پر څلورمه یې د شمالي وزیرستان په دوسلې کې د وسله والو پر يو مبینه پټنځای د عملياتو پر وخت يو سرتېری او يو طالب وسله وال وژل شوي دي. د ده په خبره، په نښته کې شپږ پوځيان زخميان شوي او له وسله والو څخه پاتې وسلې امنيتي ځواکونو نيولې ده.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر څلورمه رسنيو ته په استولي بيان کې ادعا کړې چې پر همدغه ورځ یې د جنوبي وزيرستان په شکتوی سيمه کې پر امنيتي ځواکونو حمله کړې او په ادعا يې، دوه پاکستاني سرتېري یې وژلي دي. خو پوځ او پولیسو په دې اړه څه نه دې ويلي.

دا تر هغې وروسته ده چې هغې ناقانونه وسلوالې ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ.

ټي ټي پي رسنيو ته په استولي بیان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، دعوه کړې وه چې "د پاکستان پوځ" یې "په لکي مروت او نورو سيمو کې" پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی ځکه بیا حملې پیلوي.

تحریک طالبان پاکستان تر دې اعلان دوه ورځې وروسته د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو د کانسټیبلري ځواک پر ګاډي د بمي برید ذمه واري ومنله. په هغه حمله کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي ول.

هم دې ډلې د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د ډېسېمبر پر درېیمه د درې پولیسانو وژلو ذمه واري هم منلې وه. د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي وو چې برید په اکوړي کې د پولیسو د ګزمې پر مهال شوی وو.

XS
SM
MD
LG