د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلک په سکولونو کې د نصابي کتابونو له کمي سر ټکوي


د خیبر پښتونخوا په سوات کې په ۲۰۰۹م کال کې د وسله والو له خوا د وران کړل شوي سکول عکس.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې په ۲۰۰۹م کال کې د وسله والو له خوا د وران کړل شوي سکول عکس.

د خیبر د باړې تحصیل یو شمېر خلک وايي، هلته ماشومانو ته په سرکاري سکولونو لا د نوي تعلمي کال ۲۰۲۲ نصاب کتابونه لا نه دي ورکړل شوي.

د دوی په وینا، ماشومان د ګرمۍ په رخصتیو کې هم له مطالعې بې برخې پاتې شول او اوس چې د سېپتمبر پر لومړۍ نېټه سکولونه بیا پرانېستل کېږي نو په ځینو سکولونو کې ماشومان پوره او په ځینو کې نیم په نیمه کتابونه نه لري.

د باړې یو فعال تراب علي اپریدي د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په لومړي وار د ماشومانو له سکول او کتاب سره رابطه ختمه شوې ده.

ده وویل، " د څلورم جماعت ریاضي، جنرل نالج، د دریم جماعت ریاضي، جنرل ساینس او اسلامیات،د دویم جماعت اردو، جنرل ساینس او اردو کتابونه نشته،د لومړي جماعت مطالعه پاکستان نشته."

نوموړي زیاته کړه چې اوس پکار دی چې دا کتابونه ورته زر پوره کړل شي.

د جهانګیر خان اپریدي په نامه یو بل ځايي کس مشال راډیو ته وویل چې بچي یې په سرکاري سکول کې سبق وایي خو په دې نوي کال کې ورته لا کتابونه نه دي ورکړل شوي.

ده وویل، " په باړه کې چې بدامني وه د ماشومانو ډير وخت ضایع شوی او ډير ماشومان له تعلیمه محرومه پاتې شوي خو چې اوس پکې امن بحال شوی او سکولونه خلاص شوي نو د کتابونو او نورو سهولتونو کمي سره مخ دي."

د خیبر ضلعې د تعلیم محکمې مرستیال افسر شاهد خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې په سرکاري سکولونو کې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د کتابونو کمی پوره کړي.

ده وویل، "ځينې پریکړې د صوبایي حکومت له خوا کیږي، یانې د نصابي کتابونو بدلون، رخصتۍ کمول یا زیاتول، خو د دې باوجود موږ د تعلیم له صوبایي محکمې سره په رابطه کې یو او دا ستونزه به هواره شي."

په خیبر ضلع کې د یوې اندازې مطابق ۶۶۱ تعلیمي ادارې فعاله دي چې تر دوه لاکو زیات زده کوونکي پکې داخل دي.

د پاکستان په اساسي قانون کې د ۱۸م بدلون تر منظورۍ وروسته د تعلیم محکمه اوس په قانوني توګه په صوبو پورې اړه لري خو په صوبو کې بیا هم داسې شکایتونه کېږي چې ګواکې وفاق نه غواړي چې دا محکمه دې صوبايي وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG