د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا زرګونه ښوونکي وايي تر اوسه يې نوکرۍ نه دې مستقل کړل شوي


د خیبر پښتونخوا ځوان استادان غوښتنه کوي چې د نوکریو د پخېدو نوټیفیکیشن دې یې زر خپور شي: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا ځوان استادان غوښتنه کوي چې د نوکریو د پخېدو نوټیفیکیشن دې یې زر خپور شي: انځور له ارشیفه

د ځوانو استادانو اتحادیه وایي، په دغو کې زیاتره استادان په ۲۰۱۹ز کال کې اخیستل شوي دي او زیاتره پکې د پرایمري سکولونو استادان شامل دي.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري سکولونو استادان وایي، حکومت د دوی د نوکریو د مستقل کولو په اړه په سېپټېمبر میاشت کې یو قانون له صوبایي اسمبلۍ څخه منظور کړ، خو تر اوسه یې د نوکریو د دایمي یا مستقل کېدو سرکاري نوټیفیکېشن نه دی خپور شوی.

د ځوانو استادانو اتحادیه وایي، په دغو کې زیاتره استادان په ۲۰۱۹ز کال کې اخیستل شوي دي او زیاتره پکې د پرایمري سکولونو استادان شامل دي.

دا له هغې وروسته ده چې د تعلیم صوبایي وزیر شاهرام خان ترکۍ د روان کال په سېپټېمبر میاشت کې په صوبایي اسمبلۍ کې د استادانو د مستقل کولو د قانون منظورېدو وروسته په خپله وېنا کې ویلي وو: "موږ ۳۸ زره استادان مستقل کړل، په دې اړه قانون منظور شو او ډېر زر به یې اعلامیه خپره شي. دا استادان د ۱۲ سکېل نه تر ۱۶ سکیله پورې دي، زه دوی ته خواست کووم چې په سکولونو کې د ماشومانو پر تعلیم پام وکړي."


بلخوا د صوبې د ځوانو استادانو د اتحادیې مشر عطاالرحمان د نومبر پر پنځمه مشال رېډیو ته وویل چې تر اوسه نوټیفیکشن نه دی خپور شوی او د دوی غوښتنه ده چې د صوبې ټول ۵۸ زره استادان دې مستقل کړای شي.

نوموړی وایي: "دا د صوبې ۵۸ زره استادان دي چې زیاتره په ۲۰۱۹ز کال کې اخیستل شوي خو لا هم نه دي مستقل کړای شوي. په دغه اړه د قانون منظورېدو نږدې دوه میاشتې پوره کیږي خو لا هم د تعلیم محکمې اعلامیه نه ده خپره کړې. زموږ غوښتنه ده چې حکومت دې یوازې ۳۸ زره نه بلکې ټول ۵۸ زره استادان دایمي کړي، که چېرې دغو کې څوک پاتې شول نو دوی به څلور یا پنځه کاله کړیږي."

عطا الرحمان دا هم وایي چې د ۱۹۷۳ز کال د سروېسز (خدماتو) ایکټ یا قانون له مخې یو حکومتي نوکر (مامور) به له ګمارل کېدو سره سم، دايمي وي خو د ده په خبره، د خیبر پښتونخوا حکومت پر دې عمل نه کوي او دغه عمل یې څو وارې ځنډولی دی.


تر دې وړاندې د سرکاري پرایمري سکولونو استادانو په تنخا او پېنشن کې د زياتوالي او په نوکريو کې ترقۍ لپاره د تېر اکتوبر له شپږمې په پيښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج هم کړی وو چې وروسته یې له حکومت سره د مذاکراتو ترکامیابېدو وروسته ختم کړ.

خو د سوات د چارباغ د یو سرکاري هایي سکول استاد هما یون الدین خان چې د خپلې نوکرۍ مستقل کېدو ته انتظار کوي، د نومبر پر پنځمه یې مشال رېډیو ته وویل، د نوټیفیکېشن نه جاري کېدو له وجې یې مسلې په ځای پرتې دي. "زموږ غوښتنه ده چې زر دې نوټیفیکېشن وشي، زموږ استادان دا وخت په ځای ولاړ دي، نه یې ترقي کېدای شي، نه یې بدلي (ټرانسفر ) ممکنه ده، بله دا چې ښځینه استادانې د ماشوم د پېدایشت رخصتي هم نه شي اخیستی ځکه چې نوکري یې عارضي ده."

په پاکستان کې د ماشوم د پېدایشت پر وخت یوه سرکاري ملازمه تر درو میاشتو پورې رخصت اخیستی شي چې ورته "میټرنټي لیو" وایي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا هغه استادان چې په عارضي توګه ګومارل شوي ول، وايي چې ورته د دايمي استادانو (ښوونکو) په څېر حکومتي مراعات نه ورکول کېږي نو ځکه د مستقل کېدو غوښتنه لري.

د صوابۍ د یو پرایمري سکول استاده خدیجه بي بي وایي، حکومت ورته ویلي چې زر به یې د نوکریو د مستقل کولو اعلامیه خپره شي. نوموړې وایي: "زه په پرایمري سکول کې استاده یم، زما ۱۲م سکیل دی، دوی موږ ته ویلي چې زر به اعلامیه خپره کړو، په دې کې د ۱۲م سکیل نه تر ۱۶ م سکیله پورې استادان شامل دي. "

په دغه اړه مو د پرایمري او سکنډري تعلیم د صوبایي حکومتي غړو سره رابطه ونه شوه، خو له دې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې د صوبې د تعلیم محکمې په یوه بیان کې ویلي ول چې دوی به د ضلعو په سطحه د استادانو تعلیمي اسناد او د تقررۍ د کاغذونو تصدیق کوي او چې څنګ دغه عمل پوره شي نو د استادانو د نوکریو د مستقل کېدو اعلان به کوي.

بلخوا له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرایمري سکولونو استادانو د خپلو دندو دایمي کېدو لپاره د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۹مه د اسلام اباد په بني ګالا کې په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د کور مخې ته احتجاجي پرلت هم وهلی وو چې وروسته د خیبر پښتونخوا د حکومتي غړو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

XS
SM
MD
LG