د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د ملاکنډ ډوېژن ښوونکو د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره کړې


ښوونکي وايي چې د ګمارلو پر وخت ورسره شوې ژمنې لا نه دې پوره شوي.
ښوونکي وايي چې د ګمارلو پر وخت ورسره شوې ژمنې لا نه دې پوره شوي.

د سوات په مينګوره کې د ملاکنډ ډوېژن د تعليمي ادارو کارکوونکو د نوکريو د پخولو او مراعاتو لپاره مظاهره کړې ده.

د نومبر پر ۱۴مه شوې د دې مظاهرې ګډونوالې کلثوم بي بي مشال راډيو ته وويل چې نهه کاله وشول چې د تعليم په برخه کې کار کوي او حکومت په دې ژمنه ګمارلې وه چې پينځه کاله وروسته به یې تنخا او مراعات زیاتېږي خو د هغې په خبره لا تر اوسه داسې نه دې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د استادانو د نوکریو د مستقل کولو په اړه د روان ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر میاشت کې یو قانون له صوبایي اسمبلۍ څخه منظور کړی. استادانو ويلي ول چې تر اوسه یې د نوکریو د دایمي یا مستقل کېدو سرکاري اعلاميه نه ده خپره شوې.

د ځوانو استادانو اتحادیې مشرانو د نومبر پر پینځمه مشال راډيو ته ويلي ول، په دغو کې زیاتره استادان په ۲۰۱۹ز کال کې اخیستل شوي چې زیاتره يې د پرایمري سکولونو استادان دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرایمري سکولونو استادانو د خپلو دندو دایمي کېدو لپاره د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۹مه د اسلام اباد په بني ګالا کې په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د کور مخې ته احتجاجي پرلت هم وهلی وو چې د خیبر پښتونخوا د حکومتي غړو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

په اسمبلۍ کې د تعلیم په اړه پر حکومتي تګلارو نيوکې

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د نومبر پر ۱۴مه د بحث پر وخت د حکومت مخالفو ګوندونو سیاستوالانو د تعليم په اړه د تحريک انصاف پر حکومت نيوکې وکړې.

د پاکستان پيپلز ګوند استازې نګهت اورکزۍ وويل چې صوبايي حکومت د تعليم د برخې د کارکوونکو لپاره اسانتياوې نه دې برابرې کړي او ښوونځيو ته د پوره پام نه کولو له وجې په ميليونونو ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

په احتجاج کې د ملاکنډ ډوېژن استادانو ګډون وکړ
په احتجاج کې د ملاکنډ ډوېژن استادانو ګډون وکړ

خو د خيبر پښتونخوا حکومت وايي د صوبې په ۲،۱۰۰ ښوونځيوو کې یې د زده کوونکو لپاره دوه وخته درسونه پيل کړي دي.

د صوبايي حکومت د پارلېماني چارو وزير شوکت يوسفزي د نومبر پر ۱۴مه په اسمبلۍ کې په دې اړه د پوښتنو ځوابونو ورکولو پر وخت وويل چې د تحريک انصاف حکومت د نوې پالیسۍ ترمخه د ښوونځيوو د کمي پوره کولو لپاره دا ضروري وه چې په يو سکول کې دوه وخته درس ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې د استادانو د تنخواوو زياتولو لپاره يې اعلا وزیر ته يو وړانديز کړی چې په لاسليک کېدو سره به یې د تعليم حالت ښه شي.

خو د حکومت مخالفه ګوندونو غړيو د شوکت یوسفزي پر خبرو نيوکې وکړي او ويې ويل چې حکومت دې نوي ښوونځي جوړ، د زده کوونکو لپاره سهولتونه برابر او د استادانو شمېر زيات کړي.

XS
SM
MD
LG